ډاکټر فاروق اعظم- کابل
داسي آوازې دي چې کیدای سي افغان حکومت او امریکا په قطر کې د طالبانو دفتر بند کړي. په قطر کې د طالبانو دفتر د امریکا او کابل حکومت په موافقه پرانیستل سو څو امریکا د طالبانو سره د خپلو بندیانو د خوشي کیدو خبرې وکړي او د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره د طالبانو آدرس وي. خو ژر د کابل د حکومت په اصرار دا دفتر بند کړل سو. مګر افغانان او نړیوال اوس هم د طالبانو له نمایندګانو سره په قطر کې ګوري. د ګوانتانامو څخه خوشي سوي پنځه د طالبانو پخوانی مشران په قطر کې ددغه دفتر په حساب ځای پر ځای کړل سول. د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد د خپل امارت د سیاسي دفتر مشرتابه ته ویلي وه چې پر طالبانو د پاکستان د فشار د کمولو لپاره دې تر پاکستان بهر د امارت لپاره سیاسي دفتر پیدا کړي. په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر په پرانستوکې د ملا محمد عمر خوښي شامله وه.
په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د پرانیستلو څخه امریکا لږتر لږه لاندې څو اهداف درلودل:
· طالبان د یو سیاسی تنظیم په توګه پیژندل څو د نورو افراطي ډلو څخه ځان بیل کړي. په همدغه منظور د اوباما حکومت اعلان وکړ چی طالبان زموږ دښمنان نه دي.
· د مذاکراتو په منظور د طالبانو لپاره یو ادرس رامنځ ته کول. که ښکاره ادرس نه وي، نو پر یو دکاندار به هم د طالبانو د کوم مشر ګمان کیږي. استاد برهان الدین ربانی د همدغه سیاسی تشي قرباني سو.
· طالبان تشویقول چې د کابل حکومت سره د پخلاینې خبرې وکړي.
· په طالبانو کې معتدل کسان د سولې د پروسې سره یو ځای کول. د بن لادن تر مرګ وروسته امریکا طالبان او د حقاني ډله بیل تعریف کړل. د حقاني ډله یې سختدریځه او د پاکستان د استخباراتو سره نژدې او نور طالبان یې د سولې د عالي شوری له لارې د ادغام وړ وبلل.
· مسلح طالبان د پاکستان له سیاسي فشار څخه تر یوه حده خلاصول او یا له پاکستان سره ټکر کول.
خو په عمل کې امریکا هیڅکله د سولې په باب واضحه پالیسي نه درلوده او تل یې پر جنګ اصرار وو؛ نو ځکه په قطر کې د طالبانو دفتر څومره چې په کار وو او هیله ورته کیده، فعال نه سو. د جنګ د دوام په منظور، امریکا قصدا طالبان سره بیل کړل او د حقاني د ډلې سره چې د طالبانو مهمه برخه ده، سوله نا شونې وګڼله او د اکثرو نظامی عملیاتو پړه یی د حقاني پر ډله واچول. امریکا او د هغې په پیروۍ د کابل حکومت او د سولې عالي شوری د سولې د خبرو سره هیڅ وخت جدي نه وو. نو ځکه تراوسه په دغه لار کی کوم مثمر تلاښ ونه سو. حتی د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي هم واضح نه پوهیدل چې څه وکړي. د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما خاص استازي (لورا میلر) وایي چې امریکا هیڅکله د سولې د بهیر د بریالیتوب په منظور سیاسي او دپلوماتک لنګر نه وو اچولی. ټرمپ خو دغه دفتر بیخي لغوه کړ او نظامی حل ته یې ترجیح ورکړه.
سره له دې چې نظامي قدرت له امریکایانو څخه و افغانانو ته ظاهرا انتقال سویدی، خو په عمل کې اوس هم امریکایان جنګ رهبري کوي او هره میاشت په زرګونو عملیاتو کې مخامخ برخه اخلي. هغوی پوره اختیار لري چې څومره عسکر افغانستان ته راولي؛ کوم ځای کې یی اچوي او څه اجنداء مخته بیايي. ټرمپ بېله دې چې د افغان حکومت مشروعیت او د ملت په وړاندې د هغه حیثیت ته وګوري، د تیر اګست په میاشت کې یې اعلان وکړ چې په افغانستان کې دده د عسکرو لاس پوره خلاص دی چې هرډول نظامي عملیات لازم ګڼي، ویې کړي.
طالبانو ته هم په قطر کې ددوی دفتر ګټه وکړه. هرچا ته یې خپل د مرام د تشریح کولو موقع پیدا کړه او د هرچا سره یې د تماس ځای او موقع وموندل. طالبان نورو هیوادونو ته آزاد له همدغه ځایه تګ راتګ کوي. طالبان اوس په هغه موقعیت کې نه دي چې نور څوک ددوی په نمایندګۍ خبرې وکړي. بلکې دوی خپله خبره پخپله کوي. اوس چاته دا سؤال نه دی پاته چې طالبان چیرې دي چې خبري ورسره وکړو. د خبرو لپاره د هغوی آدرس اوس معلوم دی.
د أفغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د بریالیتوب ډیر امکانات سته خو چې لومړی په امریکا کې د سولې لپاره رشتوني اراده پیدا سي. که د سولې اراده وي، نو په قطر کې باید د طالبانو دفتر بند نه سی. بلکې فعال سي او ګټه ترې واخیستل شي. که رشتیا افغان حکومت غواړي د طالبانو پر سیاسي تصامیمو د پاکستان اثر او نفوذ کم وي، نو په قطر کې د طالبانو د دفتر د بندیدو هڅه دې نه کوي؛ داځکه دغه دفتر په همدغه منظور جوړ سویدی. ددغه دفتر په بندیدو سره د سولې یوه کړکۍ بندیږي او ښوول کیږي چې امریکا او افغان حکومت پر جنګ اصرار کوي او د افغانستان بحران ته نظامی حل ګوري. ددغه دفتر بندیدل به د طالبانو ادرس ورک او یا حداقل تیت او پرک کړي چې د سولې مذاکراتو ته لویه ضربه ده. که افغان حکومت غواړي چې طالبان دې په سیاسي امورو کې نسبتا خپلواک تصامیم ونیسی، نو د قطر د دفتر په بندیدو سره عملا د خپل دغه دریځ په خلاف کار کوي او په لوی لاس د خپل ولس یوه برخه چې غواړي د نورو اثر پرې کم وي، د نورو په لمن کې ورغورځوي. په دغه صورت کې افغان حکومت نه د ځان سره ښه کوي او نه د بحران د سیاسي حل سره. دا ځکه د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره به مجبور وي چې د پاکستان د استخباراتو له پیچلو مجراوو څخه تیر سي او سوله به یوازې او یوازې د پاکستان په ترحم کې ګوري.
که په قطر کی د طالبانو دفتر بند سي، نو طالبان بیله شکه په نورو هیوادونو کې خپل دفترونه خلاصوي. آیا په نورو هیوادونو کې د طالبانو دفترونه به افغان حکومت ته د قطر په نسبت ښه وي؟ دا هغه سؤال دی چې جواب یی ښایي منفي وي. څومره چی طالبان د مجبوریت په ډیرو پړو تړل کیږي، هغومره د قضیی سیاسی حل پیچلی او د أفغان دولت لپاره سختیږي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر بندیدل په حقیقت کې پر جنګ اصرار دی. څرنګه چې د افغانستان بحران نظامي حل نه لري، نو ددغه دفتر بندول، په لوی لاس ځان په بیراهه روانول او ددغه ناروا جنګ اوږدول دي. ددغه دفتر بندول، د افغان حکومت په نسبت د پاکستان په ګټه دی چاچې مسلسله هڅه کړیده چې دغه دفتر بند سي. زما مشوره افغان حکومت ته داده چې په قطر کې دې د طالبانو د دفتر د بندولو هڅه نه کوي او پر ځان دې بیضرورته د سولې په مخکې د خنډ ټاپه نه وهي. په عوض کي دي د سولي په منظور په صادقانه تلاښ سره په قطر کی د طالبانو له دفتر څخه د وطن په ګټه د بحران د سیاسي حل لپاره مثبت کار واخلي. درناوي.
فاروق اعظم
د افغانستان د سوله ییز بدلون د ټولني مشر
خوشحالخان مینه – کابل
۶ اکتوبر ۲۰۱۷م