په ډېره اسماعيل خان كې د شهدايي اسلام كانفرنس له پاى ته سره سمدستې يو چاودنه شوه چې د لومړنيو راپورونو له مخې پكې څلور تنه ټپيان شول .
چاودنه هغه مهال وشوه چې خلك د كانفرنس له پاى رسېدو وروسته كورونو ته د تګ په حال كې وو .
په چاودنه كې ټپي شوي كسان دا مهال د ډېره اسماعيل خان په ملكي روغتون كې تر درملنې لاندې دي .
تر دامهاله د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې او نه هم امنيتي ځواكونو څوك له پېښې سره د تړاو لرولو په تور نيولي دي .