په مشرانو جرګه کې د لوګر ولایت استازی سناتور عبدالولي احمدزی نن سهار اوه بجې د لوګر ولایت د څرخ په ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو له موټر چلوونکي سره یو ځای تښتولی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته ددی پېښې پخلی وکړ وی ویل چې نوموړي سناتور پداسې حال کې څرخ ولسوالۍ ته سفر کړی چې پولیس یې هلته د ورتګ نه نه وو خبر کړي هغه وویل چې سېمې د پولیسو د پلټنې لاندی دي.
بل لورته د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سناتور عبدالولي احمدزي د تېښتونې مسولیت په غاړه اخیستی ویلي یې دي چې نوموړي ته یې د دندی دپریښودو څو واري ویلي دي.
دا لومړی وار دې چې وسلوال طالبان د ملي شورا یو غړی یرغمل کوي.