نن له غرمې مخکې په لس نېمو بجو د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په بازار کې یو ځانمرګی برید ترسره شوی چې له امله یې د امنیتي چارواکو په وینا ۲۴ تنه وژل شويدي او ۳۴ نور تپيان دي.
د وژل شویو په ډله کې د پولیسو د منتظره قطعې قومندان سردار محمد همکار او څلور نور پولیس هم شامل دي ، د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر لر او بر ویبپاڼې ته ویلي چې لا تراوسه د ځانمرګی هویت ندی معلوم شوی دوی وايي چې ځانمرګی په یوه موټر سایکل سپور وو او ځان یې د پولیسو په یوه کاروان والوزاوه.
بل لورته لر او بر ویبپاڼې ته د ولسمشرۍ ماڼۍ نه په راغلې خبرپاڼه کې ولسمشر حامد کرزي دا ځانمرګی برید غندلی او دا کار یې د اسلام دښمنه خلکو بللی.