کور / تازه خبرونه / د ملي جبهې ویاند پښتو – فاړسي ژباړن ته اړتیا لري.

د ملي جبهې ویاند پښتو – فاړسي ژباړن ته اړتیا لري.

د ملي جبهې ویاند سید فاضل اقا سانچارکي نن له غرمې مخکې د کابل ښار په شهرنو کې ددغې جبهې د دریځونو په اړه په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو سره خبرې کولې ، زه نه غواړم چې تاسو ته ددغه خبري کنفرانس غوره خبري ټکي ووایم ولې کومه مهمه پېښه چې را مخته شوه هغه به درته ووایم، د خبریالانو له خوا پوښتنې له دغه ښاغلي نه مطرح کېدی، د پژواک خبري اژانس خبریال حبیب الرحمن ابراهیمي په پښتو خپله پوښتنه مطرح کړه سانچارکي ده ته غوږ نېولی وو خو د سانچارکي څنګ ته یو بل څوک ناست وو هغه دا پښتو پوښتنه سانچارکي ته په فاړسو ژباړله ، سانچارکي نه یوازی دا چې په پښتو ژبه غږېدلی نه شي بلکې ان تر دی چې په پښتو ژبه هم نه پوهیږي.