بسم الله الرحمن الرحیم
د هيوادونو او حکومتونو ښاغلیو مشرانو!
نن چې زه دلته ستاسې په مخکې ولاړ یم، د هغو هوښیارو نارینه وو او ميرمنو یادونه کوم چې په ۱۹۴۵ کې یې له تاریخ څخه د زړه کړې او په زده کړې د عمل کولو د ځانګړې قابلیت مظاهره وکړه.
هغوی د دوهمې نړیوالې جګړې له پایلو زده کړه وکړه، او د یو لړ بنسټونو د رغولو له لارې یې یو نړیوال نظم رامنځته کړ، چې د دې نظم په وسیله راتلونکیو نسلونو ته د امنیت او ثبات فرصت برابر کړي.
هغه مهال ملګري ملتونه، نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او نور بنسټونه پر همدې اساس رامنځته شول چې د نړیوالو ننګونو د مقابلې په برخه کې همغږي رامنځته او د انسانیت پر خلاف جرایمو ته د پای ټکی کيږدي.
د هغو ځیرکو وګړیو د تصور او هڅو په کچه، وسعت، او چټکتیا کې ښایي لږ خلک شک ولري، خو دا فیصله به تاریخ ته پرېږدو چې دا بنسټونه به د نن او سبا ننګونو ته څنګه ځواب ووایي.
موږ نن د نړیوالو رهبرانو په توګه، په دې هڅه کې یو چې د شلمې پېړۍ د لوبې پر اصولو ځان پوه او ډاډ کړو خو د نن په پرلپسې بدلېدونکې نړۍ کې، ابهام زموږ د وخت تر ټولو بارزه ځانګړتیا ده. که نن زموږ اقتصاد، امنیت، او ارزښتونو ته را پېښ ګواښونه تر نظر تير کړل شي، دا ډول ابهام ډېره په اسانه تر سترګو کېدای شي.
په دې خبره تقریبي اجماع موجوده ده چې پرمختللي اقتصادي ځواکونه لا هم د پرمختګ د یوه داسې ماډل په رامنځته کولو نه دي توانيدلي چې د بې کارۍ پر زیاتوالي برلاسی شي او د عوایدو او سرمایې د ناانډولتیا کچه را ټیټه کړي.
له همدې امله لا هم د اقتصادي بحران ګواښ ته مخامخ یو.
د سپټمبر د یوولسمې تر تراژېدۍ شپاړس کاله وروسته هم د دې شاهدان یو چې د نادولتي عناصرو خشونت، د سیاسي خشونت د پنځم موج شکل اختیار کړی دی. د پرلپسې بدلېدونکو ترهګریزو شبکو فعالیت، جرمي سازمانونو، برېښنایي جرایمو او له ترهګرۍ څخه د دولتونو د ملاتړ اوسنۍ وضعې ته په کتلو ویلای شو چې د خشونت پنځم موج به لنډ مهالی نه وي او په لسیزو لسیزو به نړیوال امنیت وګواښي.
په شلمه پيړۍ کې نړۍ د فاشیزم د په شا تمبولو لپاره لاس سره یو کړ تر څو په ډیموکراټیکه فضاء کې د خلکو آزادۍ تضمین شي. نن هماغه آزادۍ بیا د نړیوالې ترهګرۍ تر برید لاندې دي. ترهګري یواځې پر انساني ژوند او لومړنیو آزادیو برید نه دی، بلکې د تابعیت پر میثاق او د ملي دولتونو او ولسونو پر اړیکو او هغو ارزښتونو برید دی چې د ډیموکراټیکو ټولنو سالمیت او آزادي تضمینوي.
موږ باید د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې د یوه متحده ځواک په توګه ودرېږو، او دې ګواښ ته داسې اوږدمهالی حل ولرو چې د ترهګرو د اوږدمهالې آجنډا مقابله پرې وکړای شو.
وروستۍ خبره دا چې که څه هم د بشر د حقونو د میثاق احکام د نړۍ د اکثرو هيوادونو په اساسي قوانینو کې مدغم شوي، خو د بشریت پر خلاف جرایم لا هم په دردناکه او منظمه بڼه ترسره کيږي. د روهنګي ولس نژادي تصفیه په ځانګړې توګه بوږنوونکې ده. د انګ سانسوچي اوږد سکوت غموونکی و، ځکه موږ تمه درلوده چې هغه به د بشري حقونو د ننګې د یوې ممثلې په توګه، اصولو ته پر واک ترجیح ورکړي. غواړم افغانستان ته د بشري حقونو په کمېټه کې د غړیتوب حاصلولو هرکلی وکړم، چې افغانستان د داسې مهمو بشري مسایلو په بحث کې لا مرکزي نقش ولري
په یوویشتمه پېړۍ کې د ویجاړوونکیو او ستونزمنو بدلونونو مقابله په نړیواله، سیمه ییزه، ملي، محلي او د افرادو په کچه یوځایي او همغږي اقدامات لازموي. د ملګرو ملتونو داسې اداره، چې درناوی، مؤثریت او وړتیا ولري، د وخت غوښتنه ده. موږ باید خپل د شلمې پېړۍ بنسټونه آزموینې ته وړاندې کړو.
په دې مناسبت زه جلالتمآب میروسلاف لجکک ته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۲م اجلاس د مشرتابه مبارکي وایم. غواړم د په تيره دوره کې د جلالتمآب پيټر ټامسن د هڅو یادونه او قدردانی وکړم او هم د جلالتمآب سکرتر جنرال ګوتیرس لخوا د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو د پیل هرکلی کوم.
د ترهګرۍ د مقابلې او د جنوبي آسیا د ثبات په برخه کې د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ تر وروستي اعلان را وروسته له متحده ایالتونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پایدار شراکت تجدید شوی او نوی رخ یې اخیستی دی. موږ د دې ستراتیژۍ، چې د ډاډ لور ته یې سیخ کړي یو، هرکلی کوو. د افغانستان خلکو له کلونو څخه له متحده ایالتونو د دې ډول پرېکړې هیله درلوده.
که نن د ملګرو ملتونو مؤسسه نه وای، موږ به یې د نن د اړتیاوو د ځوابولو لپاره د دې مؤسسې د رامنځته کولو اړتیا محسوسه کړې وای. په اوسنۍ نا مطمئنه فضا کې د بشري حقونو د نړیوال میثاق د ژمنو ترسره کول د دې اړتیا پيښوي چې د ملګرو ملتونو د مؤسسې اساسي وظایف له سره وکتل شي، کاري پروسې یې له سره وسکښتل شي، د دې سازمان ارزښتونه او کاري کلتور له سره احیاء شي، او د حسابدهۍ په نظام کې یې اصلاحات راوستل شي. د دې لپاره چې د ملګرو ملتونو مؤسسه زما د هيواد په څير د یوه هيواد لپاره معنا ولري، باید د یوه وجود په توګه دنده ترسره کړي، چې دا هدف لا هم نه دی ترلاسه شوی. د ملګرو ملتونو د استاځیو کوم میراثي ماډل چې موجود دی او د تخنیکي مرستو او ظرفیت جوړولو د یوې وسیلې کار ورڅخه اخیستل کيږي، باید د بازار آزموینې، په تيره د قیمت او ارزښت پرتلې، او د حکومت، خصوصي سکتور او نادولتي مؤسساتو په پرتله د نتایجو د پایدارتوب ازموینې ته وړاندې شي.
دوه طرفه حسابورکړه د همکارۍ او د شراکت د پراختیا او اعتماد جوړونې آزمویل شوې لاره ده.
زه ویاړم چې په دې پرتمینه غونډې کې د افغانستان د خلکو په استاځۍ برخه اخلم او وینا کوم. موږ سختۍ، محرومیت او وچکالۍ په متانت زغملي دي؛ د تيري مقابله مو په زړورتیا کړې ده، او تل مو په وطندوستۍ له خپلې خاورې دفاع کړې ده.
موږ هم — د یوه ملت، یوه دولت، او یوه ولس په توګه، له هغو ننګونو او فرصتونو سره ځان له سره عیاروو چې په یوویشتمه پيړۍ کې ورسره مخامخ یو.
د ترهګرۍ د مقابلې او د جنوبي آسیا د ثبات په برخه کې د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ تر وروستي اعلان را وروسته له متحده ایالتونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پایدار شراکت تجدید شوی او نوی رخ یې اخیستی دی. موږ د دې ستراتیژۍ، چې د ډاډ لور ته یې سیخ کړي یو، هرکلی کوو. د افغانستان خلکو له کلونو څخه له متحده ایالتونو د دې ډول پرېکړې هیله درلوده.
موږ اوس د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د هڅو شریکولو لپاره له خپلو ګاونډیانو سره د خبرو اترو ښه موکه لرو. زه پر پاکستان غږ کوم چې له موږ سره، رفاه ته د رسيدلو لپاره، د سولې، امنیت او سیمه ييزي همکارۍ په برخه کې د دولتونو په کچه هر اړخیز بحث ته داخل شي.
افغان حکومت دا ثابته کړې چې د خپلې داخلي پروسې له لارې، لکه چې له حزب اسلامي سره یې د سولې په تړون ثابته کړه، سولې ته ژمن دی. اوس موږ پر خپلو ټولو نیږدې او لریو ګاونډیانو غږ کوو چې د کابل پروسې له لارې د سیمه ایزې سولې او ثبات لپاره له موږ سره په هر اړخیزو هڅو کې همکاري وکړي.
بیا هم، په داسې حال چې وړاندې ګامونه اخلو، له د نړیوالو همکارانو د لیدلوري د بدلیدو غوښتنه کوو. له ډیرې مودې راهیسې د افغانستان جګړې ته د کورنۍ جګړې په سترګه کتل کېږي، خو دا جګړه زموږ په خاوره کې نه، بلکې زموږ پر خاوره ده.
نن ورځ د افغانستان پر خاوره څه باندې ۲۰ نړیوالې ترهګرې ډلې فعالیت کوي. د افغانستان راتلونکی ځکه اهمیت لري چې موږ د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو په کارکې د نړیوالو هڅو په لومړۍ کرښه کې یو. زموږ زړه ور سرتیري هره ورځ د دې موخې لپاره جنګيږي او قرباني ورکوي او د افغانستان د واکمني لپاره جنګیږي. که څه هم، موږ افغانان پر لومړۍ کرښه یو، خو د ترهګرۍ ګواښ پولې نه پيژني. د ترهګرو ډلو لپاره پر کابل او یا هم بروکسل، پاریس ، بارسلونا ، لندن او یا بل هر ځای برید هماغه ډول بریا ده. د ولسمشر ټرامپ په نوې ستراتیژۍ کې د ترهګرو، چې موخې یې پولې نه پيژني، د پناه ځایونو نه منل او له منځه وړل هم شامل دي.
ډاډمن یم چې د ځانبسیاینې او سمونو په برخو کې زموږ پروګرامونه چې نړیوال ملاتړ ورڅخه کیږي ، موږ به یوځل بیا د پیاوړتیا او ځانبسیاینې په لور بوزي.
خو له دې سره سره، یوازې د نړیوالو همکارانو مرستې او ژمنې موږ په افغانستان کې یوځایي بریا ته نشي رسولای، د بریا کیلي په حقیقت کې، له موږ افغانانو سره ده.
نن چې د بدلون لسیزي ته د افغانستان د داخلولو لپاره زموږ د کار دوه نیم کاله کيږي، موږ افغانستان د ثبات پر یوه ډګر بدلوو. اساس اېښودل شوی، موږ د اصلاحاتو لاره معلومه کړې او په شدت یې تعقیبوو. په مشخص ډول، موږ د فاسدانو تعقیب پيل کړی، په امنیتي سکټور کې فساد پای ته رسوو، د اړیکو پر اساس رامنځ ته شوي سیستمونه د وړتیاوو پر اساس په ولاړو سیستمونو بدلوو او په مالي پروسو کې مو د شفافیت لپاره کار پیل کړی دی.
موږ همدارنګه د ټولنې هغو وګړیو؛ ځوانانو، میرمنو او بیوزلو ته پاملرنه کوو چې تل هير کړل شوي خو همدوی د ملت د مقاومت اساس جوړوي.
هغه نسل چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې لوی شوی او اوس د ټولنې ډیره برخه جوړوي، د هېواد د سرتاسري رهبرۍ اعتماد پرې شوی دی. په هر ډګر کې د ځوانانو د غښتلتیا له امله یو نسلي تغییر د راتګ په حال کې دی. دا نسل به حکومتي اداره خدمت محورې او ولس محورې ادارې ته واړوي.
افغان ميرمنو بې شانه خواریو کې، ځانونه هر خطر ته سپر کړل، خو زموږ د ټولنې اوبد او اړیکې یې ژوندۍ وساتلې. خو دوی تر وروستۍ کچې، په ټولنه کې له پامه غورځول شوي دي. دا حالت د منلو نه دی او قیمت یې زموږ ملت ادا کوي.
خو نن ورځ د افغانستان په تاریخ کې تر بل هر وخته ډیرې افغان میرمنې په حکومت، کاري ځواک، او مدني فعالیتونو کې ښکيلې دي. خو لا هم ډېر مزل په مخ کې دی. اوسمهال شپږ میرمنې د سفیرانو او څلور میرمنې د کابینې د وزیرانو په توګه کار کوي. په ساده ټکیو، د ښځو غښتلتیا زموږ د راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري.
بیوزلي، میرمنې او ځوانان له توکمیز، ژبني، جنسیتي او مذهبي کرښو ور اخوا، زموږ د هيواد عددي اکثریت جوړوي. شاوخوا ۴۰ سلنه افغانان اوس هم د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، څیړنې ښيي بیوزلي ځکه هم اوږدمهالي کيږي چې د یوه ماشوم د دماغ پر ساینسي جوړښت اغیز کوي. موږ باید بیوزلي په پښو ودروو. بيوزلي له ډېرې مودې راهیسې زموږ د هېواد ساکت اکثریت جوړوي.
موږ د خپلې ټولنې اړیکې او جوړښتونه له سره احیاء کوو کې چې په خپل دولتي کلتور کې تغییر راولو. البته نه یوازې په کور دننه بلکې له هيواده د باندې هم د خپلو روابطو د تقویې لپاره لاس پر کار یو.
لکه څنګه چې موږ په سهیلي او مرکزي آسیا کې خپلو ګاونډیو سره د اړیکو غوښتونکي یو همدارنګه په نړیواله او سیمه ایزه کچه هم غواړو چې له هيوادونو سره وصل او نږدې اړیکي ولرو. افغانستان به په ۲۱ پیړۍ کې یو ځل بیا د لیږدرالیږد، انرژئ، اوبو او د کانونو د استخراج په برخه کې د سیمې دهوساینې او اقتصادي امنیت به ډګر بدل شي.
موږ همدا اوس، د خپلو هڅو د پایلو شاهدان یو، له مرکزي اسیا څخه سهیلي آسیا ته د انرژۍ د پروژې د ليږد د مزو غځيدنه تر کار لاندې ده. د ترکمنستان د رېلګاډۍ پټلۍ زموږ پولې ته را رسيدلې او د تاپي د ګازو نللیکه د جوړیدو په حال کې ده.
د اقتصادي پرمختګ د مرکزیت غوره کولو د هڅو په درشل، موږ غواړو چې له خپلو سیمه ایزو همکارانو سره د ګډ کار فرصتونه ترلاسه کړو.
موږ ته اوس، د یوویشتمۍ پيړۍ د ابهاماتو، ځانګړیو ننګونو او تهدیدونو په رڼا کې جوتيږي چې د افغانستان قضیه د شلمې پيړۍ د تصوراتو پر اساس چې لا هم نړیوال نظم پرې متکي دی، په یوه پيچلتیا بدله شوې ده.
په داسې حال کې چې زموږ پر خاوره د نړیوال تروریزم ګواښ لا هم زموږ د هيواد پر تصور سیوری غوړولی او له ډېرې مودې یې د افغانانو برخلیک تر اغي ز لاندې راوستی، خو موږ اوس هم لوړ ظرفیت لرو چې په سیمه کې د سولې په استاځي، د اقتصادي رفاه په مرکز او د دیموکراتیکو ارزښتونو روښانه مثال بدل شو. د رومي د زیږیدو ټاټوبی اوس هم د مینې، سولې او هیلې پيغام وړاندې کوي. افغانستان به یووار بیا د مدنیتونو د دیالوګ په مرکز، او د همپالنې، زغم او پخلاینې د کلتور په یوه نمونه بدل شي.
ډاډمن یم چې د ځانبسیاینې او اصلاحاتو په برخو کې زموږ پلانونه او پروګرامونه به د نړیوالو شریکانو په ملاتړ، زموږ د بشپړ ظرفیت او توان ترلاسه کيدلو ته لاره هواره کړي.
مننه