
د ننګرهاره او پېښور ترمنځ پر نه منل سوي ډيورنډ کرښه تورخم دروازه يوځل بيا دتګ راتګ پر مخ تړل سوې ده، پاکستان دغه لاره وروسته تر هغه وتړل چي کله د پاکستاني ملېشو پرځينو پوستو وسلوالو بريد وکړ چي په ترڅ کي ئې ۶ مليشه ځواکونه او ۲ ملکي وګړي ژوبل سوه. د روان کال په فبروري مياشت کي هم پاکستان د تورخم لاره وروسته تر هغه وتړل چي په پاکستان کي ګڼو بريدونو تر ۱۰۰ زيات وګړي ووژل .
ددې ترڅنګ په تېره مي مياشت کي هم دکندهار په سپين بولدک کي ډيورنډ کرښي ته نژدې د لقمان کلي کي دافغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه رامنځ ته سوه چي د پولي دواړو غاړو ته ئې زيان ورسېدی او د درو اونيو لپاره د چمن بولدک لاره د مسافرو پر مخ تړلې وه .افغانستان د پاکستان سره شاوخوا ۲۶۰۰ کيلو متره نه منل سوې کرښه لري چي ډيورنډ کرښه نوميږي ، افغانستان دا کرښه په رسميت نه پېژني ځکه دا پوله د نړيوال قانون خلاف ده.
د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي ويلي چي د افغانستان سره پر پوله به اغزن سيم وغځوي او د افغان حکومت څخه ئې هم هيله وکړه چي د امنيت په سمون او د اورپکو پرتګ راتګ د بنديز لپاره ورته اقدام وکړي، خو افغان حکومت تل پر پاکستان تور لګوي چي پاکستان په خپله خاوره کي دننه ترهګرو ته پناه ځايونه ورکوي ، پاکستان دا تورونه ردوي.