ځانمرگي بريدپوليسوته مرگ ژوبله واړوله
دغه ځانمرګى بريد د شنبې په روځ له دولسو بجو وروسته د هلمند ولايت د مارجې په ولسوالۍ كي د ملي ارودو د سرتيرو پر يوه ګاډي سوى چي اووتنو سرتيرو او عامو وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې .
د هلمند د پوليسو مل پاسوال محمد حسين انډيوال وويل بريد كوونكى پلى روان وو او د ملي اوردو د سرتيرود سره يې ځان وجنګاوه چي دوه سرتيري او يو ماشوم يې ووژل او څلور تنه لارويان يې ټپيان كړه .
د سيمي څخه ځايې خلكو وويل په ټپيانو كي د دوو روغتيايې حالت د اندېښنې وړه دى .
د وسله والو طالبانو يوه قوماندان ملا نقيب الله د بريد د مسؤليت تر څنګ د ملي ارودو د شپږو سرتيرد وژل كېدو ادعا كړې ده .
د يادوني وړه ده په دې وروستيو كي دا په مارجې ولسوالۍ كي تر ټولو خونړۍ ځانمرګى بريد دي چي ډېره مرګ ژوبله پكي ولسي خلكو ته اوړي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه