په داسي حال کي چي څو مياشتي کيږي د مسکو او لندن په مابين کي ناندری لږ شوی دئ، خو په مسکوکي د روسيې چارواکو لخوا د انګليس د سفارت يو لوړ کچی ډيپلوماټ په جاسوسۍ نومول، ددې دوو هيوادو اړيکي يوځل بيا ترخې کړې .
د آسوشیتدپرس خبري آژانس خبر ورکړ چي د انګليس د بهرنيو چارو وزارت منلې ده چي روسيې په مسکو کي د هغوی د سفارت د سوداګرۍ يو لوړ کچی مقام په جاسوسۍ تورن سوی دئ .
داسي بريښي چي دغه تور به يو ځل بيا د مسکو-لندن په اړيکو کي تاو تريخوالۍ را زيات کړي .
تيره ورځ د اينټر فکس خبري آژانس د روسيې د مخفي خدمتونو د برخي د يوه مقام په حواله ګزارش ورکړ چي : داسي ګومان کيږي چي “کریسټوفر باورز”، په مسکو کي د انګليس په سفارت کي د تجارت او پانګي اچووني د چارو مشر، د انګليس د اطلاعاتي سازمان يو لوړکچی مقام وي .
پخوا هم د روسيې او انګيس تر مينځ اړيکي د هغه راهيسي چي په کال ۲۰۰۶کي د کي جي بي يو پخوانۍ مامور “الکساندر لیتویننکو” په لندن کي په مرموزه توګه ووژل سو،کړکېچني سوي وې .