کور / تازه خبرونه / کندهار:دوالسواليواستوګن ،بيت الله شريفي ته تګ دي عادلانه سي

کندهار:دوالسواليواستوګن ،بيت الله شريفي ته تګ دي عادلانه سي

په کندهارکې دوالسواليو زياتره کسان غوښتنه کوي چې دحج اواوقافورياست دي دهري والسوالۍ لپاره خپله ثهميه وټاکې اونوردي نودتيروکلونوپه څېرددرغليومخه ونيول سي .


له تيروڅلورواونيوراهيستي په ټول هيوادکې وبيت الله شريفي ته دتلونکوحاجيانوغوښتن ليکونه پيل سوي دي .


دغه لړي په ورته وخت کې په کندهارکې هم پيل سوي اوګڼ شمېرکسانوخپل غوښتن ليکونه دحج اواوقافورياست ته وړاندي کړي دي .


خوزياتره کسان وبيت الله شريفي ته دتلونکوحاجيانوپروسه ناسمه بولي اوغوشتنه کوي چې نوموړي رياست دي په عادلانه ډول دهري والسوالۍ لپاره دتلونکوحاجيانوشمېره وټاکي .


ددوى ترټولوستره نيوکه پردې ده چې زياتره دنوروسېمواوسيدونکوپه جعلي ډول دکندهار تذکرې جوړي کړي اوددوي پرحق سترګې پټه وي .



له دې سره سره زياتره کسان دحج اواوقافوپه رياست کې له موجوده اختلاس څخه هم يادونه کوي اوپه ښکاره ډول دکوره کشي دنوم خرڅولوڅخه يادونه کوي .


دکندهاردحج اواوقافوريس حاجي عبدالله وايې  چې تراوسه لادکندهارلپاره دتلونکوحاجيانوشمېردوزارت له لوري ورته ندي معلوم سوي خودوي چمتودي چې دولايتي استازوسره په ګډه دغه پروسه په برياليتوب ترسره کړي .


دحج اواوقافوريس دخپل رياست په چوکاټ کې داختلاس اونوم خرڅوني په اړه وويل چې دوي په ښکاره ډول داسي څه ندي لېدلي اوپه دي باب پلټونکې ادارې هم  فعاله دي .
ټاکل سوې چې سږکال دټول هيوادپه کچه دېرش رزه حاجيان بيت الله شرېفي ته ولېږل سي خولاتراوسه دولايتونوثهميه نده معلومه .
دحج اواوقافووزارت وايې چې په دېرش زره تلونکوحاجيانوکې به شل زره خپله دولت اولس زره به دخصوصي شرکتونوله لاري ولېږدول سي .


نوموړي  وزارت دخصوصي شرکتونوله لاري دلس زره حاجيانولېږدونه سږکال امتحاني بولي .


په وينايې که يې ښه خدمات وړاندي کړل نوبه په راتلونکې کې دغه پروسه په ټولېزه توګه حصوصي سکتورته وسپاري .


هرکال په سعودي عربستان اوپه کوردننه کې افغان حاجيان له ستونزوڅخه يادونه کوي اوپراړوندوزارت يې نيوکه وي چې له ژمني سره سم دوي ته وړخدمات نه وړاندي کوي .