له تيروڅواونيوراهيستي دښاريانودپرله پسې غوښتنوپه ترڅ کې په کندهار ښارکې دننه دځينومهموسړکودډامبرولوکارونه پيل سوي دي .
ددغې پروژې تمويلونکې وايې چې دسړکونوټولېزلګښت شپږسوه دېرش زره امرېکايې ډالره په پام کې نيول سوي چې دکليودبيارغاوني اوپراختياوزارت يې ورکوي .
دغه دوه ښاري سړکونه يوله احمده شاه بابالېسي څخه نيولي بياترډنډچوک پوري اوبل يې له عيدګادروازې څخه نيولي بيادلوي ويالي ترلوي پل پورغځيدلي دي .
په ښارکې دننه ددغومهموسړکونوکارله تيروڅواونيوراهيستي پيل سوي چې ټاکل سوې ده يويې دڅلورنېمي مياشتواوبل يې ددرې نيمومياشتوپه موده کې ګټي اخېستنې ته وسپارل سي .
دغه سړکونه چې دکليودبيارغاوني اوپراختيا وزارت له بودېجې څخه رغول کېږي ددوافغاني ساختماني شرکتونوپه مټ دنږدې شپږسوه اودېرش زره امريکايې ډالروپه مالي لښګت رغول کېږي .
ددغه سړکونورغاوني ته ګڼوکسانوهرکلي ويلي اودايې ددولت يوپرځايې ګام بللي دي .
خوزياتره ښاريان بيادغې پروژې ته له هرکلي سره سره غوښتنه کوي چې کاردي يې په چټکۍ سره پايته ورسيږي .
دوي اندېښنه ښيې چې که يې پرکاربېړه ونه سي نودښاردداخلي ځينونورسړکونوپه څېربه يې کارونه پڅ پاتي سي .
دکندهاردکليودبيارغاوني اوپراختياريس انجنيرعبدالطيف اشناوايې چې وزارت يې دافغاني ساختماني شرکتونودودې اوظرفيت لوړولوپه موخه دغه پروژې داخېلي شرکتونوته ورکړې چې دټولواړتياوپه پام کې نيولوسره به ورغول سي .
دنوموړي په خبره چې له ټاکلي مودې سره به يې سم ساختماني شرکتونه کارونه بشپړه کړي .
له دې څخه مخکې په نوروختونوکې هم ښارې سړکونه رغول سوي خوله کيفيت څخه څخه ناراضۍ موجودي دي .
داچې داوسنيوسړکونوکيفيت ته به ترکومه حده پاملرنه وسي په اړه يې دکليودبيارغاوني اوپراختياريس انجنيرعبدالطيف اشناوايې چې دسړکوپوره کفيت يې په پام کې نيولي اوپه يوه سټنډرډشکل باندي به يې ورغوي .
تردې څومياشتي مخکې بيادښاروالۍ له لوري دځينوښآري سړکونودبنسټيزي رغاوني کارونه بشپړه سوي .
خودکليودبيارغاوني اوپراختياوزارت له لور دښاري سړکونورغاوني ښاريانوته هيله مندي پيداکړې چې په ژروخت کې به ټول پاتي ښاري سړکونه ترميم سي .