د ډيموکراسۍ او ديکتاتورۍ تر مينځ تر ټولو غټ توپير دادى چي؛ ډيموکراسياني د قانون په حاکميت چليږي او ديکتاتورياني د فرد په امر او زرو پر مخ ځي. کله چي موږ د قانون د حاکميت خبره کوو، نو دا په دې معنى ده چي اکثراً په ټوليېزه توگه فکر را برسېره کيږي، د غور او مشورو وروسته بلوغ ته رسيږي او بيا د قانون په شکل په ټولنه کي پرته له تبعيضه؛ پر زورورو او کمزورو مساوي او په عادلانه توگه تطبيقيږي. دغه د قانون دحاکميت تعريف ته په کتلو دا پوښتنه پيدا کيږي چي کله امريکا په نړۍ کي خپل ځان د ډيموكراسۍ قهرمان او ساتونکى بولي آيا په حقيقت کي هم داغسي ده او که نه. ددغه پوښتني د جواب لپاره به ډونالډ ټرمپ مثال کړو. ډونالډ ټرمپ يو سوداگر دى، او سوداگر اکثراً د ديکتاتوري فکر خاوند وي. سوداگر خپل ځان د خپلي کمپنۍ مالک ګڼي، ټولي پريکړي يې خپل سري وي او خپل په آمرانه شکل يې پر مخ بيايي.
امريکايي سياسي کارپوه ښاغلۍ رابرټ رايش د ډونالډ ټرمپ په اړه وايي چي " ډونالډ ټرمپ د ډيموکراسۍ او د قانون د حاکميت په مفهوم لا نه پوهيږي. ده بې موجبه خپل پر سر په څو ورځو کي دننه پر سوريه او افغانستان بمباري وکړل. ده د اپريل پر ۱۳مه نيټه پنټګان ته اختيار ورکړ چي پر افغانستان د امريکا دهوايي ځواک په لاس کي تر ټولو لوي بم صرف په دې خاطر استعمال کړي چي؛ هلته يو څو سوه کسان دا ادعا کوي چي دوي د داعش غړي دي. حال دا چي د داعش مشرتابه او اصلي فعاليت يې د هغه ځايه څخه بل ځاي په زرونو مايلو ليري دي. دلته سوال پيدا کيږي چي ولي او آيا ټرمپ د امريکا د ولسمشر په حيث دغه اختيار او صلاحيت لري؟. کله چي په کال ۲۰۱۳ کي بشرالاسد د سوريې پر ولس کيمياوي وسله وکارول؛ اوباما د کانګريس څخه غوښتنه وکړل چي پر سوريې بمباري وکړي، خو ډونالډ ټرمپ يې سخت مخالفت وکړ. د امريکا ولسمشر د نظامي ځواکونو اعلى سر قومندان دى، خو د امريکا اساسي قانون هيڅ ولسمشر ته دا صلاحيت او اختيار نه دى ورکړئ چي خپل پر سر جګړې پيل کړي او خپل په خوښه او امر بمبارياني وکړي. د امريکا کانګريس د افغانستان او عراق لپاره ولسمشر ته د نظامي مرستو صلاحيت او اختيار ورکړى دئ، نه پر سوريې او نورو هيوادونو د بمباريو. دا د يوه ديکتاتور کړني دي. "
په ډيموکراسۍ کي د قانون د حاکميت او پلي کولو لپاره ولس د خپلو منتخبو نمايندگانو له لاري د يوې پريکړي په اړه د نهايي فيصلې صلاحيت او اختيار لري. نو کله چي د ولس څخه دغه اختيار او واک و اخيستل سي بيا هلته ديموکراسي نه ديکتاتوري ده.
ټرمپ وايي چي نړۍ ورځ تر بلي خطرناکه کيږي. دى ريشتيا وايي، ولي چي نړۍ ورځ تر بلي د امريکا د آمرانه او ديکتاتوري نظام پر خلاف را وښيږي او غبرگون ښکاره کوي او دغه نړيوال سياسي غبرگون د امريکا مفاداتو او سياسي لاس وهنو ته خطر دى.
موږ دلته اړ يو چي نور هم پوه سو چي د بمونو مور ولي وکارول سول. سياسي مبصره او ليکواله آغلې روبين وايټ ليکي چي " په افغانستان کي د بمونو د مور کارول په هغه هيواد کي د امريکا د سياسي، نظامي او ديپلوماتيکو ستراتيژيو د ناکاميو څرگنده مثال دئ."
سياسي کارپوه او مبصر ښاغلى ډګلس ويسينګ ليکي چي " د بمونو د مور استعمال په ډاګه کړه چي امريکا نور په افغانستان کي بې وسه سوې ده او د خپل نظامي قوت د ښکاره کولو او نړيوالو ددبيرولو لپاره يې دا بم استعمال کړئ خو موږ بايد پوه سو چي پر افغانستان نوره بمباري کول او يا نور سرتيري ورلېږل؛ پر اور د تيلو د پاشلو مترادف دي."
سياسي کارپوه او مبصر ښاغلى مجيب مشال په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کي ليکي چي " د بمونو د مور د استعمال اصلي هدف خپل شرم پټول او د افغانستان پر ملي حاکميت باندي تيرى وو. "
نړيوال سياسي مبصر کريسټوفر کولينډا ليکي چي " ورځ تر بلي روښانه کيږي چي افغانستان دوهم ويتنام دى خو موږ يې منلو ته نه يو اماده."
د نړيوالو سياسي کارپوهانو د تيرو څو ورځو تبصرو ته په کتلو ډېري پوښتني جواب سي او موږ په دې پوه سو چي د امريکا اخيرنۍ پريکړي او دريځونه دا په ډاګه کوي چي شايد امريکا نور په افغانستان کي ستړې او د پښو لويدلې ده، او اوس نورپه پروتي لغتي وهي. او شايد د نړۍ تر ټولو غټ زبر ځواک ته دا سخته وي چي خپله ماته ومني، او شايد نور نړېوال هم په دې پوه وي او د افغانستان لپاره د يو نوي سياسي حل په لټه کي وي، او شايد هغه متل دلته صدق کوي چي ٫٫ پر خره سپرېدل يو شرم، د خره څخه را لوېدل بل شرم ،،. پر افغانستان نظامي يرغل يو شرم د افغانستان څخه نا ببره او بې پلانه وتل بل شرم، او شايد يوه نيمه لسيزه وروسته د بلينونو ډالرو مصرف سربېره، د زرگونو بې ګناه افغانانو د شهادت وروسته؛ موږ بيرته صفري نقطې ته را ورسېدلو، هغه نقطه چي دبون د ناکامي غونډي څخه پيل سوې وه، شايد.
قدرت الله
هالند