دلغمان مرکز اړوند،دګلبيلې سیمې (200)کورنيو ته د بريښنا پروژه چې څه موده وړاندې يې کارونه پيل شوه بشپړه او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه پروژه چې څه باندې یو ملیون افغانۍ لګښت پرې راغلي د لغمان ولایتي ادارې او برښنا امریت په تلاشونو پيل شوې وه نن يې رغنیز کارونه بشپړ او رسماً ګټې اخبستنې ته وسپارل شوه، د پروژې دپرانستې پرمهال د ولایت مقام استازي مولوی عبدالاحد عتید دسیمې اوسیدونکو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره په ټول توان تلاش کوي ترڅو خلکو ته هر اړخیزې اسانتیاوې رامنځته او ګام په ګام د ولسي ستونزو حل ته رسیده ګي وکړي.
دسیمې اوسیدونکي خوښ دي چې کورونه يې په برښنا روښانه شول، دوی ډاډ ورکړ چې د عامه نظم په ساتنه او متوازن انکشاف ته د زمینه سازۍ په برخه کې به کار کوي او هغو تروریستي ډلو ته به په خپله سیمه کې موقع ورنکړي کوم چې دپرمختګ او ولسي هوساینې سره ښکاره دښمنې لري.