د زابل والي بسم الله افغانمل یوه لوی تالار د بنسټ ډبره کېښوده
د زابل والي بسم الله افغانمل د یوه لوۍ تالار چې په عصری ډول جوړیږی، د بنسټ ډبره کیښوده چې د قلات ښاروال، د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر، د علماوو شورا رئیس، د سولي شورا رئیس او یو شمېر قومي مشران، مخور هم حاضر وه،د زابل والي بسم الله افغانمل وویل، خوشحاله یم چې د یوې ودانۍ د بنسټ ډبره ایږدم، دا ودانۍ به د غونډو او جلسو، مشاعرو او محفلو ودانۍ وي.
هیله ده چې په معیاری ډول جوړه او ډیر ژر ګټی اخیستني ته تیاره سي.
نوموړي (تالار) چې د څلورو میاشتو په موده کې به تکمليږی، د قلات ښاروالۍ له لوری د لس میلیونه (۱۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو په لګښت د قلات ښاروالۍ په انکشافي بودیجه جوړیږی.
خبریال: صدیق الله پوپل