د حزب اسلامى افغانستان د ډاډينې پيغام
په ډېرې خواشينى سره مو خبر ترلاسه کړ چې د بغلان ولايت د ولايتي شورا وکيل علم جان مجاهد د بغلان پلخمري پر لار نن پنجشنبه د هېواد د دښمنانو له لورې په شهادت رسېدلى.
(انا لله و انا اليه راجعون)
د حزب اسلامي افغانستان رئيس عبدالهادي ارغنديوال او د اجرائيه شورا غړي د هېواد د دښمنانو دغه ترهګريز عمل په کلکو ټکو غندي او په الهي دربار کې شهيد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر لپاره د دعا لاسونه لپه کوي.
حزب اسلامي افغانستان