کور / شعر / لېوه او سپی ـ منظوم نکل

لېوه او سپی ـ منظوم نکل

دغه او نور منظوم او منثور نکلونه پر www.kochnai.com هم لوستلای سئ.

چي ؤ يو سپی په جسد چاغ او هم قوي ؤ
دی بېروونکی او خروړی ښه سهي ؤ
د کلي پای کي د يو کور مخ ته پيره ؤ
د خپل مالک پر جائيداد ورته ديره ؤ
چي يوه شپه راغلی لېوه ورته زهير ډېر
ويل خراب مي دی ژوندون او هم تقدير ډېر
له لوږي وچ کلک زه کمزوری په جسد يم
له ستړي ژونده خپل پرېشانه زه بې حد يم
تر ما قوي دي د ځنګله چي نور ښکاريان دي
پر ما حاوي دي که پړانګان او که زمريان دي
د دوی له بيري زه په ښکار وتلای نه سم
د دوی له ظلمه زه خپل ښکار خوړلای نه سم
په مياشتو مياشتو زه له لوږي چي کړېږم
زه بد نصيبه له همدې وجي ژړېږم
تا ته چي ګورم اې خډله اې خروړې
په نس ښه موړ يې په جسد کي ته پياوړې
ته ما ته هم وښيه چاره چي زه موړ سم
دا ستا په شان د آرام ژوند لرونکی جوړ سم
خروړي سپي ويل: څښتن زما مهربان دی
ماته رازق دی، مينه ناک او خوږ زبان دی
ماته دلبند، لری او غوښي راکوي دی
ما په هډوکو کله کله ښادوي دی
د شپې پر وخت ما له ځنځيز څخه ايله کړي
ما پر خپل کور او جاييداد ځان ته پيره کړي
د سهار وخت چي سي نو ما بېرته اسير کړي
پړی را واچوي ما بند په يو ځنځير کړي
ته که هم زما په شان په نس مړېدل غواړې
په ښه خوراک چښاک ښه سم پړسېدل غواړې
نو راسه ته هم د مالک سره مزدور سه
ته يې بنده سه و خدمت ته يې مامور سه
لېوه و سپي ته ويل: بند چي په ځنځير يې
زه خبر نه وم چي مريی يې او اسير يې
دا ستا په شان اسارت نه غواړم هيڅکله
بند په ځنځير کي ذلت نه غواړم هيڅکله
لوږه ستړيا مي د هر ډول ده قبوله
هيڅکله نه ده غلامي راته مقبوله

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۷مه نېټه، بون
 
  د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

_______________________________________

د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه