
د ولسونود بيدارۍ او دټولنيز عدالت په پار د مبارزينو ديو نسل فعال او وتلي سياستوال ميرصاحب کاروال په اوږده جلاوطنۍ کې نن د روسيې په رستوف ښار کې د ژوند له کاروانه جلا شو.
انا لله وانا اليه راجعون.
د کاروال نوم مې په برنده ځوانۍ کې زموږ د ټولنير سياسي تاريخ په خورا ستونزمنو شېبوکې، هغه وخت چې لا د ښوونځي زده کوونکې وم په نېکۍ اوريدلي و. زه لاهغه وخت خبريدم چې کاروال په ټولنيزو سياسي کشمکشونو کې د حاکم فرکسيوني استبداد په وړاندې تل د مظلومو هغو تر څنګ د دفاع د زړه ور وکيل پتوګه دريدلی و. وروسته مې د مهاجرت په کلونو کې ورسره له نږدې وپيژندل، داستوار شخصيت ګڼې خواوې يې د قدر وړ وي، په ازاد بحث کې يوکوچني سړي هم کولای شول خبرې يې ور رد کړي يا ورسره موافق نه شې، خو دده پر ټنده مې د قهر او بدبينۍ علايم نه دي ليدلي. په سياسي او ټولنيز منطق کې متوازن و او هيڅکله مې له حاله وتلی نه دی ليدلی.
کاروال ومړ خو د نيکۍ کارنامې يې پاتې دي. هغه دې خداي (ج) وبښي، روح يې ښاد او ياد يې تلپاتې اوسه. کورنۍ او خپلوانو ته يې جميل صبر غواړم.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه