د نیاز محمد مومند د خواشینۍ پیغام
د سیاست د ډګر یوه تکړه لوبغاړی له دی نړی سترګی پټی کړی.
نن د هیواد د سولی، ازادی، دموکراسی، ټولنیز عدالت او پرمختګ د لاری یو مبارز سیاستوال، د سیاست د ډګر یو وتلی لوبغاړی او زما ډیر نیږدی همسنګره میر صاحب کاروال له دی نړی سترګی پټی کړلی. اروا دي یی ښاده وی.
ارواښاد میر صاحب کاروال د خپل اګاهانه سیاسی ژوند ډیره برخه د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند په چوکاټ کی د هیواد د ترقی او د خلکو د سوکالی په هیله په نه ستړیکیدونکی توګه په مخفی او علنی شکل مبارزه وکړه. په دی لار کی یی د بندی خانی شکنجی هم ولیدلی مګر مبارزی ته یی دوام ورکړ. دغه مبارزه د افغانستان د ملی ګټو د خوندیتوب او د خلکو د هوسایی په محور څرخیدله او همدغه یی د پیښو او پدیدو په هکله د قضاوت معیار و. د خپل ګوند او خلکو ارمانونو ته ژمنتیا او د دغو ارمانونو د پلی کولو لپاره په بیلو بیلو لارو مبارزه د هغه د سیاسی ژوند او شخصیت یوه بارزه نښه وه. هغه می د ۱۹۷۲ کال څخه د نږدی نه پیژانده، خو نیږدی کاری اړیکی مو هغه وخت زیاتی غښتلی شوی کله چی مونږ دواړو په ګوندی اپارت (دستګاه) کی د حرفوی کارمندانو په توګه په کار پیل وکړ. خو د کډوالی او پردیسی ژوند او ستونزو او جغرافیایی واټنونو دغه اړیکی په طبیعی توګه مړاوی کړی او دا یو تریخ واقعیت دی چی باید ومنل شی. په دی وروستیو وختونو کی می غوښتل چی د ګوند د تیر سیاسی ژوند او فعالیت د ځینو تیارو ګوټونو په هکله د میر صاحب کاروال سره خپل نظر شریک او د زړه خواله ورسره وکړم خو له بده مرغه مرګی تادی وکړه د هغه ژوند یی ورڅخه واخیسته. په خواشینی سره چی میر صاحب کاروال له دی نړی سترګی پټی کړی او خپله کورنۍ او خپل ټول خپلوان او همسنګران یی د غم او ویر په ټغر کښینول. زه په داسی حال کی چی د میرصاحب کاروال مړینه د هیواد د وطنپال سياسی غورزنګ لپاره یوه لویه ضایه بولم د خپل دغه هم سنګر ملګری اروا ته د خوښی هیله کوم او د هغه درنی کورنۍ، پتمنی میرمنی او نازنینو اولادونو او نورو ټولو خپلوانو او همسنګرانو ته خپله خواشینی او خواخوږی وړاندی کوم او ټولو ته د لوی صبر او زغم هیله کوم