کور / شعر / وطنه!

وطنه!

 


وطنه   تا   سره     پيمان    دی     زما
په  يو   پاڅون  به   دی     ازاد  کړمه


په  ننګ  غيرت او ټينګ ايمان دی زما
په   يو   بدلون   به   دې   اباد   کړمه


يا   خو   به   ګرځم   د   نرانو    سره
يا    به مې  قبر  په  سنګر  جوړ  شي


پښتون به سيال کړم د سيالانو سره
يا به مې ستا خاورې بستر جوړ   شي


نه    منم    ژوند   د  غلامانو    سره
که مې د جنګ دوزخ په سر جوړ شي


ژوندون  له  تا  ځنې  قربان  دی زما
که  په  سمون   جوړ   اتحاد   کړمه


ماشوم دې غيږ کې رالوی کړی يمه
پښتون    وطنه  د     پښتون    وطنه


په   ناز عزت  دې  زه  روزلی  يمه
ته  زما  ساه   زما   ژوندون     وطنه
 
ښه دی په ننګ همت پوه کړی يمه
ستا حفاظت د ژوند مضمون وطنه


ستا ازادي د ژوند ارمان دی زما
په او ښتون به  اعتماد  کړمه
 
څوک به پيسې څوک به دنيا غواړي
زه خپلواکي او ستا  يوالي غواړم


څوک به د سپينې خولې خندا غواړي
زه ستا خوښي او ابادوالی غواړم


څوک زليخا ا و څوک لیلا غواړي
زه   ازدي او سرلوړوالی غواړم
 
ارمان ارمان پښتونستان دی زما
په پيوستون به يې  ازاد کړمه


ګرځم په  کلو او   ميرو  باندې
ستا غيرتي ولس ته ژاړمه زه
په سم و د شتو لوړو غرو باندې
افغان بچي يووالی غواړمه زه
د هر پټکي په ول يې وياړمه زه


ملي مشرانو ته اعلان دی زما
ملي ټړون به يې بنياد کړمه  


شم  خجالت  او  ملامت وطنه
چې شاوخوا ته دی نظر واچوم
زمونږ ايمان زمونږ عزت وطنه
نورې دنيا ته چې نظر واچوم
زمونږ نفاق شو ستا ذلت وطنه
ستا اريانا ته چې نظر واچوم
 
ستا ابادي ملي ارمان دی زما
ستا په تاريخ به استناد کړمه


تا کې پردي واکمن ليدلی نه شو
د لوی پښتون بيرغ اوچت غواړمه


د غلامۍ  ژوندون  منلی  نه شم
خپلواک غښتلی خپل ملت  غواړمه


کور مې وطن دی خرڅولی  نه شم
ځان ته ژوندون د لوړ عزت غواړمه


دخدمتګار  دغه   پيمان  دی  زما
ځان به مې ځار له خپل هيواد کړمه