ټولو غيرتمنوپښتنو قبايلو ته د نعيم فراهي د ستر توهين په اړه
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنود ګډې جرګې احتجاج ليک
22 نوامبر ، 2007
جرمني ، د فرانکفورت ښار
په ډېرې خواشينۍ سره مو څو ورځو مخکې د اولسي جرګې د غړي نعيم فراهي هغه خبرې د اريانا تلويزيون له لارې واورېدې چې د ډيورنډ له تپل شوې کرښې ها خوا د ټول پښتون اولس په هکله يې څرګندې کړې . هغه وويل چې :
(( د افغان اولس ټولې بدمرغۍ د پښتنو قبايلو له لاسه دي !!!؟؟ او هغوی ټول د القاعده غړي دي !!!؟؟ ))
افسوس په داسې خبرو ! افسوس پر داسې افغان ! پر داسې پښتون چې يو لوی اولس ته چې د اوږدو مبارزو او سرښندنو تاريخ لري ، داسې توهين کوي .
موږ نه غواړو چې د نعيم فراهي د خبرو په اړه زياته تبصره وکړو ، د هغه د خبرو ناسمۍ ، ټولو پښتنو ته د هغه توهين ، او د هغه د سياسي تړاو او اوسني دريځ په اړه ټولې خبرې هېوادوالو ته څرګندې دي، موږ يوازې غواړو همدومره ووايو چې د دا ډول کسانو څرګندونې يو ستر او باتور اولس نه شي سپکولی ، خو د باتور اولس په هکله داسې خبرې خپله ويناوال لکه د بڼکو په څېر سپکوي .
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډې جرګې ته د ټولو هېوادونو د خويندو ټولنو احتجاجونه ، د جرګې تر مرکزه رارسېدلي او موږ يې دا دی له خپلو ټولو هېوادوالو سره شريکوو او د نعيم فراهي دا ډول بې مسؤليته څرګندونې له خپل اولس سره ستره دښمني ګڼو.
هغه بايد له خپله اولسه بخښنه وغواړي او که يې خپل اولس وبښي،بايد د خدای (ج) شکر پرځای کړي .
اولسونه چې سند وبله وکا
پاچاهان ورته سجود کاندې اختيار
موږ د افغانستان له اولسي جرګې هم په درناوي هيله کوو چې يو لوی اولس ته د توهين له کبله دغه وکيل وپوښتي اوله قانون سره سمه جزا ورکړي .
په درناوي
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه