تېره ورځ په روزګان كي د بهرنيو ځواكونو پر يوه ګزمه د ماين چاودني له كبله څلور عسكر ټپيان سول.
د آيساف له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه كي راغلي چي دغو پوځيانو ګزمه كول چي چاودنه پرې وسوه څلور تنه يې ټپيان كړل او وروسته يې يو زخمي په روغتون كي مړ سو.
د آيساف د پاليسۍ پر بنسټ تر د وژل سوي عسكر هويت نه دئ څرګند سوى، خو په روزګان كي مېشت ډېرى بهرنيان د هالنډ او امريكا د متحده ايالاتو اتباع دي.