په یوې امریکايي تلویزوني سریال کوانټیکو کې د هندۍ سینمايي ستورې پرینکا چوپړا کرکټر له تروریستي چاودنو، برمته نیونې او سختو جګړو ژوندی وځي. خو ددې ډرامې د ثبت پر مهال بیا پرینکا جوړه پاتې نه سوه.
دا څلور دیرش کلنه سینمايي لوبغاړې دا مهال له هغو ټپونو رغیږي چې شوټینګ پر مهال د یوې حادثې له کبله ټپي سوه .
پرینکا چوپړا په ټویټر کې د خپلو مینه والو د ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل” زه به ډيره زر ښه سم، او هیله لرم چې څو مره زر ممکنه وي بیرته خپل کار ته ستنه سم
د (ټي ایم ځي) تلویزونې شبکې په وینا دا اکټره د یوې صحنې د ثبت پر مهال پر سر ولویده. او وروسته روغتون ته یوړل سوه. د نوموړې استازي امریکايي رسنیو ته ویلي، پرینکا د ډاکترانو په لارښونه کور کې ارام کوي او ډير زر به کار ته ستنه سي.
ژباړه: صدیق الله پوپل