زابل کي تېره میاشت ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
صدیق الله پوپل
د زابل ولایتي مسوولين وایي تېره میاشت په دغه ولایت کې په بېلابېلو سيمو کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په خبره، وسله والو ته یې ياده مرګ ژوبله د زابل په مرکز کلات او ولسولیو کي پوځي عملياتو پر مهال اړولې.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سيال لراوبرته وویل تېره مياشت يې د زابل په مختلفو سیمو کي د دولت د وسله والو مخالفينو لوی بريدونه شنډ کړي او هغوی ته يې د مخامخ جګړې پر مهال درنه مرګ ژوبله اړولې
سیال زیاتوي، چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کي په مرکز کلات او ولسوالیو کي اته وسله وال وژل سوي، ۱۸ ټپيان او پنځه نور د بريدونو پر مهال نيول سوي دي.
سيال وایي، وژل سوو وسله والو په مرکز کلات کي د بريدونو پلانونه لرل.
نوموړی په عملياتو کي د امنيتي ځواکونو د تلفاتو يادونه ونه کړه او نه هم وسله والو تر اوسه د دغه څرګندونو په اړه تبصره کړې.
زابل د جنوب له ناارامه ولایتونو څخه شمېرل کیږي،چي وخت نا وخته وسله وال پکي د امنیتي ځواکونو سره جګړې کوي.