
په ډیره خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چه دهیواد بې ساری نامتومورخ ،وطنپال لیکوال، خپلواک
ژورنالیست ، په ملي اونړیواله کچه پېژندل شوی تاریخي، فرهنګي اوملي ځلانده شخصیت پوهاندډاکټرمحمدحسن کاکړدکاناډا په هیوادکی په حق ورسید .
انالله و اناالله راجعون
ارواښاددڅولسیزو راپدي خوا آن د ژوند تر پایه پوری دتاریخې، سیاسي،ادبې اوعلمي کتابونوپه لیکلواوژباړلوکې فعال پاتې شو . ارواښادپه ازادی مین اوډیروطنپال ملي شخصیت وو.
زه دکابل پوهنتون پخواني استادپه توګه د اروښادمحمدحسن کاکړ په ویرکې ځان شریک ګڼم . دارواښاد مړینه دافغان ولس لپاره خو په تیره بیاد پښتون قوم لپاره يوه لويه نه جبران کیدونکې فرهنګی ضايعه بولم،
ارواښاد ته دالله ج څخه جنت الفردوس او محترمي کورنۍ ته یې صبرجمیل غواړم او د خواخوږی مراتب وړاندی کوی.
روح دی ښاد وی
په درنښت
الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ
سحـــــرګـــــه وه د نـــــرګس لـــــېمه لانــــده
څاڅکي څاڅکي يـــې تـر سترګو څڅېده
مــا ويـــل څه دي ښکليه ګله ولي ژاړې؟
ده ويل ژونـــد مي دئ يوه خوله خندېده
نازوانا
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه