دنوميالى تاريخپوه ارواښاد پوهاند استاد محمدحسن کاکړ د مړيني په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام کابل افغانستان
په خورا خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې نومیالی تاریخپوه اوپیاوړی لیکوال ارواښاد پوهاند استاد محمدحسن کاکړ د ورپیښی ناروغی له امله دامریکا په کلیفورنیا ایالت کی د ۸۸ کلنی په عمر په حق ورسید إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ
ارواښاد استاد کاکړيو پياوړي تاریخپـوه ، تکړه اسـتاد او سیاستوال په توګه په پوهـنتون کی او د هجرت په مهال د قدر وړ تاریخی لیکنی اوفرهنګي چاري تر سره کړي دي او نوم به ېي د افغان پياوړو علمانواو فرهنګيالانو په منځ کې تل پاتي او ژوندی وي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د لیکوال ارواښاد پوهاند استاد محمدحسن کاکړ مړينه يوه لويه علمی اوفرهنګي ضايعه ګڼي، د لوي خداي (ج) څخه ارواښاد ته جنت الفردوس وکورني او دوستانو ته يي جميل صبر غواړي .
روح دي ښاد وي
جنرال غرزی خواخوږی
د ټولنی مشر