کور / تازه خبرونه / نامعلومو وسله والو دقومي مشر ذاکر واصفي پر کور حمله وکړه

نامعلومو وسله والو دقومي مشر ذاکر واصفي پر کور حمله وکړه

Taliban طالبان

ناڅرګندو وسله والو تېره ورځ ماښام په کندهار کي د قومي مشر عزيز الله واصفي د لمسي احمد ذاکر واصفي پر کور چاپه وهلې ده خو ويل کيږي چي نوموړی په کور کي موجود نه وو.

د نوموړي د کورنۍ يوه غړي د نوم نه ښوولو په شرط د لراوبر همکار ته وويل چي فکر کوي وسله وال کسان په طالبانو پوري اړه لري ، دی دليل وړاندي کوي چي کورنۍ يې له چا سره شخصي دښمني نلري. نوموړی وايي تر دې وړاندي هم احمدذاکر واصفي ته د طالبانو په نوم ګواښ سوئ وو.

د څېړنو له مخي په بېلابېلو نومونو په زابل، کندهار، هلمند او ارزګان ولايتونو کي د وژل سوو قومي مشرانو او مخورو اشخاصو شمېر ۱۵۰۰ کسانو ته رسيږي چي د ډيرو لږو کسانو د وژني په تور څوک تورن سوي يا محکمه سوي دي.

د ورته پېښو د قربانيانو په وينا دا چي د دولت وسله وال مخالفين معلوم څرګند نظامي يونيفورم نلري ځکه يې له غلو او سړي تښتوونکو له ډلو سره تفاوت نسي کولای او له حکومت څخه د امنيت د تامين او مخورو او بانفوذه اشخاصو د مصئونيت غوښتنه کوي.