کور / تازه خبرونه / رحمن ملك :باړه كښې ترهګرو شخصى زندانونه جوړ كړي وو

رحمن ملك :باړه كښې ترهګرو شخصى زندانونه جوړ كړي وو

اسلام آباد

 دپاكستان د وزيراعظم دكورنيو چارو مشاور رحمن ملك وئيلى دى چې په باړه كښې ترهګرو ريډيو سټيشن او شخصى زندانونه جوړ كړى وو په باړه كښې دترهګرو دمركزونو دبياويجاړولو له امله په سيمه كښې امنيت ټينګ شوى دى په لندن كښې دنوازشريف او اصف زردارى ترمينځ دخبرو څخه خبر نه يم داخبرې رحمن ملك دپارليمان په څانګه كښې دعوامى نيشنل پارټى دمشر اسفنديار ولى سره دخبرو وروسته خبريالانو سره ووكړې او وې وئيل چې اسلام آباد دځانمرګى بريد بشپړې پلټنې روانې دى او مسئولين به ئې زرترزره په ګوته كړى شى دترهګرو هدفونه دملك په خلاف دي .