نوی چاپ شوی کتاب؛
د سیاسي او تاریخي کتابونو لوستوالو ته زیری.
د ډیويډ لاین مشهور کتاب Butcher & blot پښتو ژباړه (دوه پېړۍ په افغانستان کې د بهرنیانو مداخله) چاپ او بازار ته راغله، دغه مهم کتاب چې پښتو ژباړه یې تکړه ژورنالست او ژباړن محمد جعفر هاند کړې ختیځ خپرندویه ټولنې د ۲۰۰۰ ټوکو په اندازه له ننګرهاره خپور کړ.
دغه مهم تاریخي اثر د افغانستان تېر دوه سوه کلن تاریخي بهیر بیانوي، له ټولو هغه لاسوهنو پرده پورته کوي چې په تېرو دوه سوه کلونو کې د بهرنیانو له خوا په افغانستان کې ترسره شوي دي.
ختیځ خپرندویه ټولنه نه یواځې ددغه مهم تاریخي اثر په خپراوي ویاړي بلکې د کتاب ژباړن او د پښتو متن ایډیټر ته د الله جل جلاله له درباره کې د اوږده عمر غوښتنه کوي.
د پیدا کولو درکونه:
ننګرهار: ختیځ کتابپلورنځی اسحاق زی مارکیټ جلال اباد
۰۷۷۲۷۱۹۰۳۰
ګردیز: علمي کتابتون عبدالحمید تجارتي مارکیت غزني لین او مسلم کتابپلورنځی.
کندهار: کروړو او افغان کتاب پلورنځى
خوست: غرغښت، رحیمي، لمر، شیخ زایٌد، انس، لیوال، غازي او ابدالي کتاب خانه خانه ژوندون کتابخانه
کابل: اکسوس، مستقبل، اصلاح او سروش کتابپلورنځی
لغمان: یونس کتابپلورنځی.
مزار شریف:ثقافت کتابپلورنځی.
هلمند: تاج منور کتابپلورنځی.
پېښور پوهنتون کتابتون