دزابل ولایت په ښهرصفا ولسوالي کې دخبریالانو پر موټر شوې چاودنه په داسي حال کې شوې چې خبریالانو ته پر لاري دتګ اجازه ورکړل شوې وه . دخبریالانو دامنیت په موخه تر دوی وړاندي پر هم دغه لاره دپولیسو دوه رنجر موټران تېر شول او وروسته دخبریالانو موټر په نښه شو .
په پېښه کې دیوه کامره ماین په ګډون دوه خبریالان ټپیان شول چې دیوه روغتیا يي حالت یې داندېښنې وړ دی .
ټپي خبریالانو وویل چې ددوی پر موټر شوې بميچاودنه دریموټ کنټرول په وسیله شوې ده .
دپېښي ویډیو يي اسناد ښيي چې تر دغه بمي برید سم دستي وروسته خبریالان له امنیتي ساتونکو مرسته غواړياو هغوی ورباندي خاندي .
خبریالان وايي چې ددوی موټر دریموټ کنټرول بم په وسیله په نښه شوی دی .
دغه مهال چې پېښه کېږي نېژدې شاوخوا یوازي او یوازي امنیتي ساتونکي او په شل متره کې یوه امنیتي پوسته موجوده ده .
دا سي ښکاري چې په پېښه کې شته امنیتي ساتونکي لاس لري او حکومت ته په کار دي چې ددې پېښي جدي پلټنه وکړي .
دزابل والي بسم الله افغانمل وویل چې دپېښي پلټنه کوي او ژر به له رسنیو سره نورجزیات شریک کړي .
دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وویل چې په دغه بمي برید کې طالبان لاس نه لرياو دوی په هڅه وکړي چې دخبریالانو پر موټر دشويبرید پوره پلټنه وکړي .
دیادولو وړده چې خبریالان حق لري چې پېښي تر پوښښ لانديراولياو ددوی تحفظ په جګړه کې پر ښکیلو غاړو فرض دی .
افغان حکومت چې تر ډېره بریده ظاهرآ دبیان پر آزادي عقیده لريپه کار دي ددې موضوع پلټنه وکړي، کنه ښايي په سیمه کې دآزادو رسنیو خولې بندي سي .