د څلورم په ورځ په پکتيکا ولايت کې په دوو بيلابيلو نښتو کې شپږ تنه وژل شوي او يو بل ټپي شويدی .
د پکتيکا ولايت د والي وياند غمي خان محمديار لراوبر ته تيلفون پر کرښه وويل چې د څلورم په ورځ د خواشمندو په ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو او د دولت وسله والوجنګياليو ترمنځ وسله واله نښته شوي .
ده زياته کړه چې نښتې درې ساعته دوام وکړ چې په پايله کې يې دوه تنه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي .
نوموړی زياتوله جګړه هغه مهال پيل شوه چې د ملي امنيت ځواکونوپه سيمه کې د مخالفينو په نيولو پسې په ګزمه بوخت ول .
د يوبل خبر له مخې تيره ورځ ددغه ولايت د يحی خيلو په ولسوالۍ کې د ملي پوليسو اود دولت مخالفينو ترمنځ وسلواله نښته شوي .
دغمي خان په وينا چې په نښته کې د مخالف لوري څخه دوه تنه وژل شوي او يو بل کس ژوبل شويدئ .
ده وويل چې په پيښه کې دوه ملي پوليس هم وژل شوي .