په پېښه کي ددوی موټر ويجاړ سوی خو ويل کيږي چي خبريالان چي روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وو د درملني لپاره روغتون ته لېږدول سويدي.
لعل جان افغان او دوه فلم اخستونکي چي د رڼا اژانس سره کار کوي له امنيتي ځواکونو سره د عملياتو څخه وروسته د نړيدلو پلونو او يوې تړل سوي ښوونځی ليدلو ته روان وو چي چاودنه پر وسوه.
د يادوني وړ ده چي ورته پېښه څو ورځي مخکي په هلمند کي هم رامنځته سوه چي يو خبريال پکښي ووژل سو. په دواړو پېښو کي امنيتي ځواکونو خبريالانو ته د ماينوړو او له امنيتي پلوه ډاډ ورکړی وو.