کور / شعر / مجبوره پېغله

مجبوره پېغله

 

مجبوره پېغله

اسدالله غيرت / پکتيا

هغه مې نه هيريږي
د هغې غوڅې باد وهلې شونډې
د هغې پرې پرې پوندې
مې لا په سترګو کې دي
هغې ته دا ژوندون په هېڅ کې شمار دی
هغه له دې ژوندونه کرکه کوي
هغه مجبوره پېغله
زموږ د سېمې د شهيد لور ښايم
چې اوس پردو کوڅو کې
د پښتنې او دافغاني په نوم
د سوال لپاره بل ته لاس غځوي