دخوشحال خان خټک دشعر پر زمکه
که زه نه وای تا به ځان ته در بلل څوک
په ارام زړه به دی ما غوندی لیدل څوک
زه یوا ځی در سره یم دزړه سره
درسره نه ده زما غوندی یو بل څوک
ستا په ستر ګو کی هیڅ نشته بس یو زه یم
وا یه ما نه به نژدی وی درته خپل څوک
دبڼو تر خونی غشو چه در تیر شوم
اوس مغرور یم لکه ونیسی کا بل څوک
دا پښتون احساس می مه مروړه په پښو کی
بیا به ستا اوربل کی وټمبی یو ګل څوک
عمری خو نن غزل غزل غزل کړی
بیا پر تا به جوړوی داسی غزل څوک
جنوبی پښتونخوا / مسلم باغ