د ١٣٧٨ کال د سرطان د مياشتې په ١٦ نيټه د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير پينځمه غونډه د اطلاعات او کلتور وزارت په لوی تالار کې د بهيردغړيو ، مينه والو او يوشمير ميلمنو په ګډون جوړه شوه د يادونې وړ ده چې د غونډې مشران ميلمانه ښاغلي باز محمد عابد، مصطفی سالک ، علم ګل سحر او ملي سوداګر حاجي شریف وو. غونډه چې آغلې فريبا ظاهر چلوله په پيل کې د ندا ساپۍ له خوا د تيرې غونډې ګذارش ولوستل شو. ورپسې د بهير والو له خوا د میرمن بهير پر کاري مسايلو خبرې وشوې.
تر هغه وروسته لينا شريفي اعلان وکړ چې دفرانسې له فرهنګي مرکز سره قرارداد لاسليک شو له دې وروسته به د بهير منظمې غونډې د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر ځای په استقلال لېسه کې د فرانسې د فرهنګي مرکز په کوچني تالار کې جوړيږي.
د میرمن بهير د غونډو دهغه مياشتنې پلان په باب خبرې وشوې چې فريبا ظاهر او لينا شريفي جوړ کړى و، چې په ترڅ کې واضيح شوي و چې د بهير د راتلونکې مياشتې په غونډو کې به پر کومو موضوعاتو خبرې کيږي.
ورپسې سحر صيب وويل تاسو دمیرمن بهیر دغړو دوړتیاوو لوړولو لپاره په کار ده په هره غونډه کې ادبي بحثونو ته هم حای ورکړل شي اودنورو استادانو تر څنګ دې دمیرمن بهیر غړې هم په هره غونډه کې د ځينو ادبي ژانرونو او داسې نورو مسايلو په اړه څه وليکي او برخوالو ته يې وړاندې کړي.
لينا شريفي په ځواب کې وويل چې زموږ په پروګرام کې هم همداسې ده هر هغه څه چې د کره کتنې لپاره وړاندې کيږي لومړى به د هماغه ادبي ژانر په اړه خبرې کوو، که هغه غزل وي، که لنډه کيسه ، که ادبي ټوټه يا کوم بل څه وي.
تر دې وروسته د طوبى ندا ساپۍ له خوا يو نظم کره کتنې ته وړاندې شو،نظم دا و:
د انسان ليونتوب
ته پوهيږې ليونتوب هم
يوه کوچنۍ شانته دنيا ده
ستا د فهم او درک نه لرې
ځه رنګينه تماشا ده
هلته غمونه لاس په لاس شي
خوږه خندا شي ورنه جوړه
سکوت دومره زورور شي
چې غوغا شي ورنه جوړه
د هوس له بريده هاخوا
جوړ د مينې تاج محل شي
د ادراک له سيورې لرې
مرګ او ژوند سره منحل شي
هلته غم او خوښي دواړه
په يوه نامه ياديږي
دا دستور د دې محل دی
هر يو کس پرې نه پوهيږي
حقيقت دلته يو راز دی
ستا له شوخ نظر نه لرې
ستا له پوهې راوتلی
ستا د خام باور نه لرې
د انسان په ليونتوب کې
يو عجيب شانته عظمت دی
هوښياران يي دوزخ بولي
ليونو ته بيا جنت دی
دې خزان کې هغه رنګ دی
چې ستا سپرلی ځينې جاريږي
هسې نوم يي ليونتوب دی
عقل دلته روزل کيږي
دلته ستا هريو يقين بس
د ګمان په تل کې لويږي
لکه اوښکې د ندا چې
دګريوان په تل کې لويږي
د کره کتنې او مشاعرې برخې چلوونکې لينا شريفي وه.د کره کتنې په پيل کې لينا شريفي وويل چې دا به د نظم څلور څلور بيته لولي او بيا به ورباندې کره کتنه کيږي، خو مصطفى سالک وويل که چيرې دا غزل واى نو بيا دا ضروري وه چې په هر بيت باندې بېلې بېلې خبرې وشي، ځکه د غزل هر بيت ځانته بېل مفهوم لري خو دا يو نظم دى او په نظم کې يوه موضوع وي، نو ځکه ښه به دا وي چې مجموعي توګه په ټول نظم باندې خبرې وشي. لينا شريفي د کره کتنې بحث له خپل ځان نه پيل کړ او ويې ويل زه شاعره نه يم، خو زما په نظر ښه شعر هغه دى چې زما خوښ شي، نو د ندا دا شعر هم زما ډېر خوښ شو. ورپسې سحر صيب هم د لينا د خبرو پخلى وکړ او ويې ويل د ندا شعر ډېر ښکلى دى او يو فلسفي رنګ لري، له هغه وروسته مصطفى سالک وويل نظم ډېر ښايسته و، دا يو فلسفي او ښکلى نظم و، ښکلا هم د يو رنګ په شان ده چې د چا يو رنګ او د چا بل رنګ خوښيږي، دا شعر د انسان د لېونتوب په اړه ليکل شوى خو دا يو ښه ليونتوب دى،کله چې د انسان ذهن په يوه نقطه راټول شي او هغه پوکس کړي دې حالت ته لېونتوب ويل کيږي، په دې شعر کې د انسان لېونتوب تشرېح شوى او ډېرو داسې خبرو نه يادونه په کې شوې لکه لېونتوب، مينه، عقل، مرګ او ژوند او داسې نور چې دا ټول هغه شيان دي چې علم يې نه شي تعريفولى او فلسفي اړخ لري، خو په دويم بيت کې د (او) ټکي سکته را منځته کړې، که چيرې دا لرې شي سکته ګي به يې هم لرې شي.
او په دې بيت کې
دې خزان کې هغه رنګ دى
چې ستا سپرلى ځنې جاريږي
بايد (ستا) تورى لرې شي، او نيم بيتى په دې ډول شي:
ستا سپرلى ځنې جاريږي
همدا راز دا بيت
سکوت دومره زورو شي
چې غوغا شي ور نه جوړه
ډېر يو ښکلى هغه شاعرانه انداز دى
نوموړي په پاى کې وويل چې په عمومي ډول دا ډېر ښه او ښکلى شعر دى.
ورپسې عابد صيب وويل شعر سر تر پايه ډېر ښکلى و او ښه تسلسل يې درلوده، خو په دريم بيت کې وايي:
هلته غمونه لاس په لاس شي
خوږه خندا شي ورنه جوړه
په لومړي نيم بيتي کې يو څه سکته ګي موجوده ده چې بايد جوړه شي، همدا راز په دې بيت کې چې:
دې خزان کې هغه رنګ دى
چې ستا سپرلى ځنې جاريږي
که چيرې په دويم نيم بيتي کې د (ستا) تورى لرې شي نو دا بند به هم د نورو په شان اووه سيلابه شي، نور شعر ډېر ښکلى دى.
همداراز راضيه نعمي، خاطرې اسحاقزۍ، ذوالفنون، دل افروز ځيرک هم د شعر ستاينه وکړه او ويې ويل چې ندا ساپۍ يو ډېر ښکلى شعر ليکلى دى.
تر کره کتنې وروسته د مشاعرې برخه پيل شوه، لومړى شعر د خاطرې اسحاق زۍ و، ورپسې په ترتيب سره مصطفى سالک، زرغونه رحمتي، بازمحمد عابد، دل افروز ځيرک، علم ګل سحر، ندا ساپۍ، همت الله امينزي، بلقيس ودان، ماريا صديقي، او سيدجمال ناصر شعرونه واورول.
د غونډې په وروستۍ برخه کې مصطفى سالک او بازمحمد عابد ته د ارزونې موقع ورکړل شوه.
مصطفى سالک وويل غونډه ډېره ښه وه او ښه پر مخ ولاړه خو ويل شوي و چې غونډه به په د غرمې په يوه نيمه بجه پيليږي، په داسې حال کې چې غونډه دوه نيمې بجې پيل شوه او بل دا د تېرې غونډې ګوزارش چې په پيل کې ندا ساپۍ ولوست، تر دې وروسته د رپوټ د څرنګوالي په اړه خبرې و نه شوې په داسې حال کې چې له رپوټ وروسته بايد په دې اړه د غونډې د برخوالو نظر واخيستل شي.
همدا راز دا رپوټونه بايد په مسلسله توګه وساتل شي، تر څو په راتلونکې کې تاسو وکولاى شئ چې د يو کتاب په بڼه يې خپاره کړئ.
ندا ساپۍ چې د بهير د رپوټونو د ليکلو دنده په غاړه لري وويل موږ دا کار د مخه کړى دى او د بهير ټول رپوټونه مو په منظمه توګه خوندي کړي دي.
ورپسې عابد صيب هم غونډه ښه وبلله او ويې ويل د غونډې ښه والى په دې کې و چې تاسو د غونډې چلونه په نوبت سره کوئ او په دې توګه تاسو ټول د وياندويۍ په برخه کې روزل کيږئ.
خو ما هم د رپوټ خبره کوله لومړى دا چې په رپوټ کې بايد د ټولو هغو کسانو نومونه وي کوم چې په غونډه کې ګډون کوي، او بل دا چې د نقد او کره کتنې په برخه کې چې کوم نظريات ورکول شوي هغه ټول بايد په رپوټ کې را واخيستل شي، ندا ساپۍ وويل موږ ځينې وخت دوه ډوله رپوټونه لرو، يو هغه رپوټونه دي چې موږ يې له جزئياتو سره ليکو او له خپل ځان سره يې ساتو بل هغه رپوټونه دي چې موږ يې ويبپاڼو ته ورکوو، موږ هڅه کوو چې د ويبپاڼو لپاره ګوزارشونه لنډ وليکو.
غونډه د مازيګر پر څلورو بجو پاى ته ورسېده.
دمیرمن بهیر راتلونکې غونډې به هرې شنبې ورځې ماسپښین په دوو بجو داستقلال لیسې په تالار کې جوړیږي.