د پاکستان په اسلام اباد کې نن د يوه ځان مرګي بريد په ترڅ کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي
چاودنه داسې مهال د لال جومات ترڅنګ ترسره شوي چې په زرګونه خلک په ياد شوي جومات د بريد او د دې جومات د مشر غازي عبدالرشيد د وژل کېدلو د غندلو لپاره راغونډ شوي وو. د بي بي سي اردو ويب سايټ له مخې ځان مرګی يو تنکی ځوان وو چې ځان يې د هغه مرستندويه پوليسو ترڅنګ والوزاوه چې د فيصل اباد څخه د دغه غونډې د امنيت د ساتنې لپاره راغوښتل شوي وو.
د پاکستان د لومړي وزير د کورنيوو چارو سلاکار رحمن ملک د پيښې پر ځای کې خبريالانو ته وويل چې د بريد موخه پوليس او تر څنګ يې د ويرې او ډار خورول وو. د هغه په وينا په وژل شويو کې ۷ تنه پوليس او نور عام وګړي دي.
د پېښې په ځای کې عيني ليدونکو رسنيوو ته ويلي چې د خلکو د بدن غړي خواره واره پراته وو، او پوليسو په پلاستيکي کڅوړو کې د پېښې د قربانيانو غوښې راټولولي.
له بريد لږه شيبه وړاندې د لال جومات د طالبانو دوژل شوي مشر غازي عبدالرشيد کونډې حميرا غازي په غونډه کې د غازي خيريه ټولنې په نامه ادارې د جوړولو خبر ورکړ.