د فارياب له ولايت څخه د تازه جګړې د پيل خبر ورکول سوی دی، د طالبانو وياند قاري يوسف لراوبر ته وويل چي دفاریاب پښتونکوټ په سرحوض، ګلمباف،اوشرشر سیموکي يې ۷پوستې نيولي دي او دامهال دسرحوض په سیمه کی له اربکي عبدالقادر قومندان سره جګړه روانه ده.
طالبان په پرله پسې توګه د کندوز، فارياب، زابل، هلمند، فرا او بادغيس له ولايتونو د پر مختګونو راپورونه ورکوي، دوی د يو شمېر جګړيزو عملياتو د صحنو ويډيوي ټوټې هم رسنيو ته ليږي خو دولتي چارواکي ددوی ټولي ادعاوي نه تائيدوي او وايي چي ملي امنيتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندي په قوي مورال ولاړ دي او ژر به نيول سوي سيمي د طالبانو له شتونه پاکي کړي.