مکمل غېر سياسي:
ايا زمونږ دهیواد اوسنی حال خو همداسي نه دئ؟
د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان
۶ برخه
پرلپسې…
دصلیبي جاسوسې شبکې د روزل شو نجونو نادودې او د مسلمانانوکمزوري:(۱)
دروم په بحیره کې د صلیبیانو د بحري بیړۍ او فوځ د ډوبیدو اوغرقیدو وروسته بیا هم صلاح الدین ایوبي دمصر په همدغه ساحلي سیمه کې دلږ څه وخت له پاره تم شو. اوه ورځې تیرې شوې ،دصلیبیانو څخه د جنګ تاوان هم واخستل شو ، خو د روم بحیرې تر اوسه هم هغه پاته سالمې او یا سوځیدلې جنګې بحرې کشتۍ او نیم ژوندې سپاهیان په خپل ځان کې ډوبول ، ځکه یو شمیر صلیبي ملاحانو او سپاهیانو دسوځیدونکو کشتیو څخه ځانونه په اوبو کې غورځولي و. هلته لرې په سمندر کې نژدې اوه ورځې وروسته هم د یو څو کشتیو بادبانونه رپانده په نظر راتلل ، خو په هغو کې کوم انسان نه و، څیرې شوو اوشلیدلو بادبانونو دغه کشتۍ د سمندر رحم وکرم ته پری ایښې وې ، صلاح الدین ایوبي د هغې پاته لاهو شوو کشتیو د پلټنې په خاطر خپلې څارونکې کشتۍ ور واستولې ، او لار ښوونه ئې ورته کړې وه چې که چیرې کومه کشتۍ سالمه ،دکار وړ او روغه پاته وي نو هغه دې ساحل ته را کش کړي ، او هغه چې کاري وړتیا و نه لري نو دهغوې څخه دې سامان او دکار وړ نور شیان راواخلي . کشتۍ ولاړې او د جهازونو څخه سامان او وسلې را ټولیدې ، په دې جهازونو کې ډیره وسله او د خوراک څښاک سامونونه ځاې په ځاې شوې و،
په سمندر کې د اوبو په سر د مړو لاشونو ډیر بد حال جوړ کړې و، د اوبو څپو به هغوې د سمندر تر ساحل پورې راوړل او د ساحل سره به ئې وهل ، ددوې تر منځ څه سوځیدلي و او څه نور بیا ماهیانو او نورو بحري حیواناتو خوړلي و، اویو شمیر په کې داسې هم و چې په غشو سوري سوري شوې و، دصلاح الدین ایوبي د صلیبیانو د وسلو(غشو، نیزو ، تورو ، او……) ژوره کتنه وکړه او هغه ئې دخپلو وسلو سره یوځاې کښیښودل او ددواړو د ځواک او توان جاج ئې واخست . دبله اړخه یو شمیر ژوندې خلک لا تر اوسه هم په سمندر کې د سوځیدلو کشتیواو جهازونو په تختیو باندې لامبو وهونکی د ساحل په لور را تلل. ددغو وږو ، تږو او ستومانه شویو خلکود لامبو تختئ چې کومي لورې ته د سمندر موجونو ویشتلې دوې به هملته دمرګ په انتظار بې هوشه پراته واو مسلمانانو به هغوې را نیول او خپلو خیمو ته به ئې را وړل ،د څو میله اوږود ساحل حال همداسې و. صلاح الدین ایوبي خپل سپاهیان د مصر په ټول ساحل کې خپاره کړي و. او ورته ئې ویلې و چې هر چیرې چې د سمندر څخه کوم بندې په لاس درشي نو هغه ته دځنډ پرته کالي او خوراک تیار کړئ او که چیرې کوم یو زخمي مو وموند د هغې علاج وکړئ ، ددې ټول انتظام وروسته ئې ټول بندیان یوځای کې را غونډول . صلاح الدین ایوبي پر خپل اس سپور په ساحلې سیمه کې ګرځیده ، هغه دخپلې خیمی څخه نژدې دوه میله لرې ولاړ، مخته ورته یوه غونډۍ شکله سیمه راغله ، ددې غونډۍ یوې لورې ته سمندر او بلې ته دښته وه ،دا شینلوړه سیمه وه چې په کې د کجورو د بوټو څخه علاوه نور دښتي او ځڼګلي بوټی هم را ټوکیدلي و. صلاح الدین ایوبي د خپل آس څخه ښکته اوپه دغه سیمه کې د خپل آس سره یو ځاې په خپلو پښو روان شو. له ده سره دده څلور ساتونکې سپاره هم ملګري و. د لږ تګ وروسته ئې خپل آس خپلو ساتونکو ته ورکړ او هغوي ته ئې هملته د تم کیدو امر وکړ. له ده سره د هغې درې سالاران هم و ، په دې ډله کې دهغې د راز ملګرې «بهاؤالدین شّداد» هم و. هغه ددې جنګ څخه یوه ورځ دمخه ددې د کتلو له پاره دعربو څخه راغلې و، هغوې هم خپل آسونه ساتونکو ته پریښول او د سلطان سره یو ځاې روان شول. هوا یخه وه اوپه سمندر کې هم ښکته پورته نه معلومیده ،د سمندر څپې به را تللې او لرې به د غونډیو سره دټکر وروسته بیرته ماتیدې ، ایوبي او دهغې ملګري په قدم قدم تر ډیره لرې پورې ولاړل ، ان تر دې چې د ساتونکو له نظره ورک شول ،دهغوې د شا او کیڼ لورې ته سترې سترې غونډئ او ښي لورې ته دسمندر شګې وې، هغه په یوې غونډۍ باندې و درید چې لوړوالې به ئې دوه دوه نیم ګزه و، د روم د بحیرې په لور ئې وکتل داسې ښکاریده چې د سمندر شینوالې د ایوبي په سترګو کې کښیوتې وي ، دهغې پر مخ د سوبې اوبریا مسکا وه، او دهغې غاړه او سر د شکر د پرځاې کولو له پاره څه ډیرښکته شوې و .
هغه خپل رومال په پوزه کړ او پوزه ئې بنده کړه او وئې ویل « څومره بد بوي دې» . دهغې د نورو سالارانو سترګې په سمندر کې ډوبې وې ، هغوې ته د پړ پړ اوازونه تر غوږو شول ، و ئې کتل چي څو غوښه خوړونکي مرغان وزرونه پړه کوي او د غونډۍ په غاړه د ساحل تر څنګ را کښیوزي ، ایوبي وویل « هلته لاشونه دي»، دوې هلته ولاړل ګوري چې دا مرغان په درې لاشونو لګیادې او غوښې ئې را شکوي ، یوه مرغه د یوه لاش څخه د هغې کوپړۍ په خپلو پنجو کې را واخسته او والوت ، په هواکې د لږ څه الوت وروسته ئې هغه کوپړۍ ځمکې ته را پریښوده چې د صلاح الدین ایوبي په مخ کې را پریوته . په کوپړۍ کې سترګې پرانستې پاته وې ،داسې بریښیده لکه صلاح الدین ایوبي ته چې وینې ، د مخ او ویښتانو څخه ئې پوره په ډاګه کیده چې دکوم صلیبي کوپړۍ ده ، ایوبي هم تر ډیره ځنډه دې کوپړۍ ته کتل ، بیا ئې دخپلو سالارانو په لور و کتل او وئې ویل « ددې خلکو کوپړئ د مسلمانانو د کوپړیو څخه ښه دي ، دا ددې کوپړیو کمال دې چې زمونږ خلافت د شرابو او ښکلو ښځواو نجونو د ګرداب په څپو کې ډوبیږي او له منځه ځې .»
« هو ! صلیبیان د موږه کانو په څیر اسلامي سلطنت تر حلقومه تیروي » یو سالار ورته وویل .
« او زمونږ پادشاهان هغوی ته جزیه ورکوي » شدّاد ورته وویل «په فلسطین باندې صلیبیان ولکه لري ، سلطانه ! ایا مونږ دا امید کولاې شو چې مونږ به هغوي د فلسطین څخه بیرون کړو ؟»
د الله د ذات نه ناامیده کیږه مه ، شدّاده !» صلاح الدین ایوبي ورته وویل .
«خو مونږ دخپلو ورونو د ذات څخه نا امیده شوي یو » یو بل سالار ورته وویل .
« ته صحیح خبره کوې ! » سلطان ایوبي ورته وویل « که یرغل د بیرون څخه و ي نو هغه به مونږ دفع کړو ، ایا ستاسو څخه چا هم دا فکر کولې شو چې دکفارو دومره ستره بحری بیړۍ به تاسې ددومره لږځواک په واسطه وسوځوئ ، له منځه به ئې یوسئ، او په بحر کې به ئې ور ډوبه کړئ ؟ تاسو شاید دا نه وي کتلې چې هغه لښکر چې په دې بیړۍ کې را روان و هغوې به په ټول مصر باندی د مچانواو ملځانو په څیر ور خپریده. الله مونږ ته همت راکړ، او مونږ هغوې په خلاص ډګر نه ،بلکه د پټو سنګر ونو په نیولو سره د سمندر په څپو کې لاهو کړل . خو زما درنو دوستانو ! هغه یرغل چې د کور د دننه څخه راټوکیږي هغه به تاسې په دومره اسانۍ سره تم نه شئ کړائ، کله چې ستاسې خپل ورور په تاسې وار کوې نو ته به د هر څه لمړې دا فکر کوې چې په ریښتیا سره ستا ورور په تا وار کړې دې ؟ ستا په مټوکې به دهغې پر خلاف د توري دپورته کولو توان هم نه وي ، او که چیرې توره پورته کوې او دخپل ورور سره د ځواک ازمیښت کوې نو دښمن به د موقع او فرصت څخه د ګټې په اخستلو سره دواړه له منځه یوسي .»
هغه سوکه سوکه د ساحل په غونډیو باندې روان و ، په تلو تلو کې و درید، ټیټ شو او د شګو څخه ئې یو کڅوړه راپورته کړه ، په دې کڅوړه کې د تور لرګې څخه جوړ شوي صلیب و، ټولو ته ئې وښود ،ددې صلیب سره یو تار هم ځړیدلې و ، هغه ددې لاشونو ټوټې هرې خواته خپرې ورې کتلې چې مرغانو ئې غوښې راشکولې ، بیا ئې هغه سر وکوت چې د مرغه د پنجو څخه خلاص او ددې مخته را غورځیدلې و، هغه تیز تیز ولاړ او هغې کوپړۍ ته ئې ځان ور ساوه ، درې مرغان ددې کوپړۍ په ملکیت په خپلو منځوکې په جنګ اخته و ، د سلطان ایوبې په ور نژدې کیدو سره هغوې والوتل ، او سلطان ایوبې هغه صلیب د دې کوپړۍ د پاسه کښیښود، او بیرته ئې منډه واخسته او د خپلو سالارانو سره یوځاې شو او ورته ئې وویل «ما د صلیبیانود یوه بندې سالار سره خبرې وکړې د هغې په غاړه کې صلیب و ، هغه وویل چې په صلیبې لښکر کې چې څوک را جذبیږي نو هغه په صلیب باندې د سوګند کولو وروسته عسکري خدمت کې اخستل کیږې ، هغه د صلیب په نوم خپل ځان هر ډول ځان ځارنې ته تیاروي، اوهغه په همدې صلیب سوګند کوي چې د ځمکې پر مخ داخرې مسلمان د له منځه وړلو پورې به ارام نه کښیني ، ددې سوګند وروسته هغوې د خپل هر لښکري په غاړه کې صلیب را ځوړندوی ، دا صلیب ماته په شګو کې تر لاسه شو، معلومه نه ده چې د چا به وي ،ما په هغه کوپړۍ ور کښیښود تر څو د هغې روح د صلیب سره یوځاې وي. هغه د صلیب په خاطر ځان ورکړ، یو سپاهی ته د بل سپاهی د سوګند کولو درنښت په کاردې.»
« سلطانه ! » شدّاد ورته وویلي « دا خو تاته معلومه ده چې صلیبیان د بیت المقدس داوسیدونکو مسلمانانو څومره درنښت کوی؟ دهغې ځاې څخه مسلمانان خپلې ښځې او کوچنیان را باسي او بلې لورې ته تښتي، هلته زمونږ د لوڼو په ابرو او عزت لوبې کیږی ، لا تر اوسه هغوې زمونږ بندیان نه دي ازاد کړی ، هلته مسلمانان د ځناورو په څیر ژوند تیروي ، ایا مونږ د هغو عیسایانو څخه بدله وانخلو ؟»
«یواځې بدله نه !» صلاح الدین ایوبي ورته وویل « مونږ به فلسطین تر لاسه کوو ، خو د فلسطین په تر لاسه کولو کې زمونږ خپل حکمرانان زمونږ په مخکې خنډ دي.» هغه په تلو تلو کې بیا و درید او وئې ویلې « کفارو په صلیب باندې په سوګند خوړلو سره د اسلامي خلافت د له منځه وړلو عزم کړې دې، خو ما د الله په دربار کې په دریدو او خپل لاس په سینه باندې د ایښولو وروسته سوګند کړې چې فلسطین به خامخا د صلیبیانو څخه ازادوم ،او د اسلامي سلطنت پولې به تر افق پورې رسوم ، خو زما دوستانو ! ماته دخپل تاریخ را تلونکې ډیره روښانه نه بریښي ، یو وخت چې عیسائې پادشاه و نومونږ جنګجویان و، اوس زمونږ مشران پادشاهان شوې دي،او عیسایانو جنګجویان دي. کله چې زه ددواړه قومونو یو له بله سره پرتله کوم نوداسې انګیرم چې یو وخت به راشي چې مسلمان به پادشاه وې خو عیساییان به پرې واکمني کوي ، مسلمانان به یواځې په دې خوښ وې چې ددوې سره پادشاهي ده ، او ازاد دي، خو دوی به ازاد نه وي ، زه به فلسطین په خپله ولکه کې راوړم ، خو دمسلمانانو میلان ما ته په ډاګه کوي چې هغوې به فلسطین بیرته له لاسه ورکوي، دعیساییانو کوپړۍ ډیرې تیزې دي،…. دغه پنځوس زره سوډاني فوځ څوک پالي؟ همدا اوس زمونږ پر خلاف د ناجي په څیر ماران زمونږ په لستوڼي کې څوک روزي؟ زه د مصر لمړنۍ امیر یم چې و مې کتل چې نه یواځې دا لښکر زمونږ له پاره بیکاره دې بلکه خطرناکه هم دې ، که چیرې د ناجي لیک مو نه وائې تر لاسه کړې نو نن به مونږ ټول دهمدې لښکر په لاسو د ژونده لاس په سر شوې واې ،او یا به دهغوې په بندې ځایو کې پراته واې……..»
یو ناڅاپه یو کوچنې اواز راغې او یو کوچنې غشې د ایوبي د پښوتر منځ په شګو کې و لوید. هغه لورې ته د صلاح الدین ایوبي شا وه دکومې څخه چې دا غشې راغې،د سالارانو څخه هم کوم یوه هغې لورې ته نه کتل ، ټولو په چټکتیاسره هغې لورې ته مخ واړاوه د کومې څخه چې غشې را غلې و، هلته کوچنۍ کوچنۍ غونډئ وې، درې واړه سالارانو د ایوبي سره یو ځاې و ځغاستل او د یوې غونډۍ څنډې ته چې د دیوال په څیر ئې عمودي شکل درلود ،کښیناستل ، هغوې دا امید درلوده چې نور غشي به هم را شي ،او د غشو تر مخ په سپین ډګر دریدل کومه د زړه ورتیا خبره نه وه ، شدّاد په خوله کې ګوتې کښیښولې او په زوره ئې شپیلې وواهه، ساتونکې چي په خپلو آسونو باندې سپاره پښې په رکاب کي دمنډې انتظار کاوه د شپیلي د اوریدو سره سم ئې آسونه را وځغلول . دهغوې د راتګ سره سم دغه درې واړه سالارانو هغه لورې ته منډې کړې د کومې څخه چې غشې راغلې و. هغوې خپاره شو او په څو غونډیو باندې ور وختل ، غونډۍ هم ډیرې هسکې نه وې ، صلاح الدین ایوبي هم د هغوې پسې ور غې ، کله چې یوه سالار هغه و کوت نو ورته ئې اواز کړ چې « سلطانه ! ته مخته مه راځه ،» خو سلطان ایوبي و نه درید او همغسې ور روان و .
ساتونکي هم ور ورسیدل ، صلاح الدین ایوبي هغوې ته وویل « زمونږ آسونه همدلته پریږدئ او ددې غونډیو شاته ولاړ شئ، دهغې لورې څخه یو غشې راغې، هر څوک مو چې وکوت وئې نیسئ،»
کله چې صلاح الدین ایوبي د غونډۍ د پاسه وخوت ، نو هغه ته تر لرې لرې پورې سترې سترې غونډۍ خورې ورې په سترګو شوې ، هغه خپل سالاران له ځانه سره یوځاې کړل او دغونډۍ دشا له لورې را ښکته شو، او هرې لورې ته واوښتل را واوښتل خو د هیڅ انسان نښه ئې هم تر سترګو نه شوه. ساتونکو هم د غونډیو په منځ او چار چاپیر کې خپل آسونه ځغلول ، صلاح الدین ایوبي بیرته همغه ځاې ته راغې چیرته چې غشې لګیدلې و ، هغه خپل ملګري را وغوښتل ، او غشې ئې را واخست ، سلطان ایوبي وویل « غشې د لرې کوم ځاې څخه راغلې ، په دې خاطر په پښو کې ولګید، او که نه په څټ او یا ملا کې به لګیده ، په شګو کې هم ډیر نه و ډوب شوې ،» هغه غشې را پورته کړ او وئې ویل «د صلیبیانو دې ، دحشیشیانو نه دې »
« سلطان ته ګواښ متوجه دې » یوه سالار وویل .
«او تل به د ګواښ سره مخ وي » صلاح الدین ایوبي ورته په خندا کې وویل ،« زه د روم په بحیره کې دکفارو د هغو کشتیو د کتلو له پاره راوتلې وم چې د ملاحانو پرته په اوبو کې لمبیدې ، خو زما ډیرو خوږو دوستانو ! هیڅکله دا و نه انګیرئ چې د صلیبیانو کشتۍ لامبو وهي، هغوې به بیا راځي دتورو وریځو په څیر به په غرهار را ځې او د باران په څیر به را وریږي ، هغوې به د ځمکې له لاندې او یا د هغې دګیډې څخه هم خپل وار کوی ، اوس خو به مونږ د صلیبیانو سره په دا سې جنګ کې مخ کیږو چې یواځې فوځونو به په کې نه جنګیږي بلکه یو هر اړخیز جنګ به وي . زه دخپلو عسکرو په جنګی روزنه کې یو زیاتوالې راولم ، دا د حرب او ضرب د فن نوې فصل دې ، چې د جاسوسۍ جنګ ورته ویل کیږي.
صلاح الدین ایوبي غشې په خپل لاس کې واخست او په آس سپور شو او د خپل عسکري پنډغالي په لور روان شو. دهغې سالاران هم په اسونو سپاره او ورپسې روان شول ، دهغوې څخه یوه ئې خپل آس د سلطان په ښي اړخ کې بل په کیڼ او دریم د ټولو پسې اخر ته روان کړ ، ترڅو که کوم غشې دکومې لورې څخه راځي هغه سلطان ته و نه رسیږي ،»
*****(۱۷)
صلاح الدین ایوبي په دغه غشي چې یو چا د هغه د وژلو له پاره ویشتلې و لږ څه اندیښنه هم و نه ښووله ، خپل سالاران ملګري ئې په خیمه کي کښینول او ورته یي وویل چې جاسوسې او غلچکي بریدکونکي څومره زیان رسولې شي ، هغه زیاته کړه چې «ما علي بن سفیان ته لارښوونه کړې وه خو پر هغې لا تر اوسه عمل نه دې شوې ، ځکه چې ماته سمدستي د دې یرغل خبر را کړل شو او هغه پلان همداسې نیمګړې پاته شو.تاسې سمدستې داسې وکړئ چې د خپلو عسکرو او منصبدارانو څخه داسې وګړي و ټاکئ چې په جسماني او دماغي توګه دسلامتیا خاوندان وی ، ذهین ، او دپریکړې کولو د ځواک خاوندان وی ، ځان ځارونکي او د ډګر وګړي وي ، ما علي ته د همداسې وګړو صفات ور ښوولي و ، هغه داو چې ، په هغوې کې د اوښ په څیر تر ډیره وخته پورې د لوږی او تندې توان موجود وي د زمري په څیر د حملی کولو چم ورته په یاد وي ،د عقاب په څیر د تیز نظر خاوندان اوسي، د خرګوش او هرن په څیر منډې وهونکي وي ، و سله وال دښمن سره د وسلې پرته هم و جنګیږي ، د شرابو او یا نورو نشه راوړونکو شیانو عادي نه وي ، د کوم لالچ پروا و نه ساتي ، هر څومره ښایسته او ښکلې ښخه چې ورته مخته راشي او یا د زرو او جواهراتو انبارونه ئې تر قدمونو لاندې واچول شي خو ددې ټولو شیانو څخه اخوا د خپلې دندې د تر سره کولو په فکر کی وي …
«خپلو دوستان او دهغوې قومومندانانو ته په ځانګړې توګه دا ورپه یاد کړئ چې عیسایان ډیرې ښایسته ،ښکلې او ځوانې نجونی دجاسوسۍ او په فوځونو کې د ډاډ دختمیدو او افواهو خپرولو او د عسکرو د ملي اومذهبي جذبو د بیکاره کولو له پاره استعمالوی ، ما په مسلمانانو کې د اکمزوري لیدلې ده چې هغوې د ښځې تر مخ وسله غورځوي ، زه به هیڅکله هم مسلمانې نجونې ددې موخو په خاطر ددښمن سیمې ته و نه استوم. مونږ د عصمتونو ساتندویان یو ، هیڅکله به هم د عصمت او عزت څخه د وسلې کار وانخلو ، علي بن سفیان سره یو څو نجونی شته خو هغوې نه مسلمانې دې او نه عیسایانې ، خو په هرصورت زه د ښځو څخه دداسې ګټې اخستو له پاره تیار یم .»
په دې وخت کې د ساتونکې ډلې قومندان خیمی ته را ننوت او اطلاع ئې راوړه چې ساتونکو یو څو نجونې او نارینه را وستې دې . سلطان ایوبي بیرون راووت ، هغه سره ئې درې واړه سالاران هم و، بیرون پنځه کسان ولاړ و، چې دهغوې د اوږدو اوږدو چُغو، لونګیو، اونور حال څخه داسې بریښیده چې دوې دتجارانو ډله ده او په سفر روان دي ، دهغوې سره اووه (۷) نجونې هم وې، ټولې د ځوانۍ په ډیر ښه پړاو کې وې ، یوه بله په ښایست کې ماتوله ، دهغې ساتونکو څخه ئې یو چې د غشې ویشتونکي په لټون پسې وتلاې و وویل چې هغوې ټوله سیمه چاڼ کړه هغوې ته هیڅوک هم تر سترګو نه شو ، خو کله چې لږ لرې ولاړم هلته مې دا خلک پیدا کړل چې د اوښانو سره ئې یوځاې دیره جوړه کړې وه ،
«ایا دهغوې د ځانو اوکالیو لټون دې هم کړې ؟» یوه سالار ترې و پوښتل .
« هو ! کړې مې دې»ساتونکی ځواب ورکړ ، دوي وائې چې تاجران دي ، دهغوې ټول سامان مو پرانسته او ومو کته ، ددوې دکالیو تالاشي مو هم وکړه ، د هغوې سره ددې خنجرونو پرته نور څه نه دې موندل شوي ،» هغه ټول هغه پنځه خنجرونه د سلطان ایوبي په قدمونو کې کښیښودل .
«مونږ د مراکش تاجران یو ،» یو تاجر را مخته شو او ووئې ویل ،« تر سکندرئې پورې ځو، دوه ورځې تیرې شوې زمونږ مخکینې تم ځاې ددې ځاې څخه نژدې لس میله لرې دې ، پرون ماښام دا نجونې مونږ ته راغلې ، دهغوې کالې رژیدلې او لامده و ، دوې وائې د سیسلي اوسیدونکی دي، دوې وائې چې یو عیسائې قومندان دوې په زور دخپلو کورونو څخه را ویستې او له ځانه سره ئې په بحري بیړۍ کې کښینولې وې ، هغوې د ډیرو غریبو کورنیو پورې اړوندې دې، میندې او پلرونه ئې غریبان دي ، دوې وایي چې بې شمیره جهازونه او کشتۍ ولاړې ،د نجونو په جهاز کې یو څو نور قومندان ډوله سړي اود هغوې تر لاس لاندې فوځ هم و. هغوې به ددې نجونو سره د شرابو د څښلو وروسته هر ډول عیش اوعشرت کاوه ، کله چې دوې ساحل ته رانژدې شول نو پر جهاز ئې د اور ګولئ و لږیدې ټولو خلکو د جهازو څخه سمندر ته ور ټوپ وهل ، دغه نجونې هغه په یو کشتۍ کې کښینولې او دجهاز څخه ئې راښکته او په سمندر کې ئې پرې ښودې ، دوې وائې چې دوې د کشتۍپه چلولو نه پوهیدې ، کشتۍپه سمندر کې غوټې خوړې او اوخته را اوخته ، بیا یوه ورځ پخپله ساحل ته را ورسیده ، څرنګه چې مونږ د ساحل تر څنګ ځان ته د اوسیدو ځاې جوړ کړې و ، نو دوې زمونږ په لور را غلې ، په ډیر سخت بد حال کې وې ، مونږ هغوې ته پناه ورکړه ، ځکه مونږ خو هغوې شړلې نه شوې ، اوس مونږ نه پوهیږو چې له دوی سره څه وکړو؟ د مخکینې پړاو څخه تردې ځایه مو له ځانه سره راوړې ، په دې حال کې دا ساتونکي راغلل او زمونږ سامان ئې و لټاوه ، کله چې مونږ دهغوې څخه د لټون سبب و پوښته ، نو هغوې وویل چې د مصر د امیر سلطان ایوبي حکم دې ، مونږ هغوې ته ډیر عذر و زارۍ وکړې چې مونږ د خپل سلطان حضور ته یوسه ، تر څو مونږ ورته وړاندیز وکړو چې دغه نجونې په خپله ساتنه کې واخلي ، مونږ په سفر کې یو ،او دوې به تر کومه له ځانه سره ګرځوو.»
کله چې دنجونو څخه و پوښتل شو نو هغوې د سیسلي په ژبه خبرې کولې ، هغوې لږ څه اندیښمنې بریښیدې، دهغوې څخه دوه درېو په یوه ځل خبرې پیل کړې ، سلطان ایوبي د تاجرانو څخه و پوښتل چې ددوې په ژبه څوک پو هیږي ؟ یوه وویل چې یواځې زه پرې پو هیږم، دوې غوښتنه کوې چې سلطان دې ورته پناه ورکړی ، وائې چي مونږ د تاجرانو د قافلې سره نه ځو ، هسې نه چې په لار کې د غلو کومه ډله مونږ له ځانه سره یوسي، د بله اړخه په سیمه کې جنګ هم روان دې هرې لورې ته د مسلمانانو اوعیسایانو عسکر منډې ترړې وهي ، مونږ د سپاهیانو څخه ډیر ویریږو، کله ئې چې مونږ د کورونو څخه را پورته کړو نو مونږ ټولې پیغلې و ، خو دې عسکرو له مونږ ه څخه په بحرې جهاز کې فاحشې جوړې کړې ،
کله چې یوې بلې نجلې څه وویل نو د هغې ژباړن تاجر سلطان ایوبي ته وویل چې « دوې وائې چې مونږ د مسلمانانو پادشاه ته ورسوئ، کیداې شي دهغه په زړه کې زمونږ له پاره رحم را پیدا شي .»
یوې بلې نجلۍ بیا په ژړغونکی اواز سره څه وویل ، تاجر وویل چې داوائې چې مونږ عیسائې سپاهیانوته بیرته مه سپارئ، زه مسلمانیږم په دې شرط چې دکوم ښه حیثیت خاوند مسلمان ورسره واده و کړي »
دوه درې نورې نجونې تر شا ولاړې وي او دخپلو خولو د پټولو هڅه ئې کوله ، دهغوې په مخونو باندې د ویرې نښې نښانې څرګندیدې ، کله به ئې چې خبره کوله نو یا به شرمیدلې او یا به ویریدلې .
صلاح الدین ایوبي تاجر ته وویل « هغوې ته ووایه که چیرې دوې بیرته عیسایانو ته تلل نه غواړي نو مونږ ئې هم نه ورتسلیمو، همدا راز مونږ هغوې نه مجبورو چې اسلام ومني، دا نجلۍ چې وائې چې غواړی مسلمانه شي که کوم مسلمان ورسره واده وکړي ،نو دې ته ووایه چې ره د هغې وړاندیز نه شم منلاې ،ځکه چې دا د ویرې او مجبوریت په وخت کې اسلام منلو ته غاړه ږدي ، دوې ته ووایه چې که چیرې دوې پر ما باور لري نو زه به دوې د اسلام د لوڼړو په څیر په خپله پناه کې واخلم ، دارالحکومت ته په رسیدو سره سم به ددوې له پاره د عیسائې راهبانو او یا کوم پادري د راپیداکولو انتظام وکړم . یوه بله لار داده چې کله عیسائې بندیان ازاد کړل شي نو زه به هڅه وکړم چې دوي د باورې عیسایانو سره ددوې په خوښه ودونه وکړی . هغوې ته دا هم ووایه ، چې هیڅ مسلمان ته به ددوې سره د لیدو کتو اجازه نه وی ، او نه به دوې ته اجازه ورکړل شي چې دوې د کوم مسلمان سره لیده کاته وکړي، ددوې د اړتیاو او عزت خیال به ساتل کیږي.
تاجر د سلطان ټولې خبرې هغو نجونو ته دهغوې په ژبه واورولې ، نو دهغوې پر مخونو باندې خوښي را پیداشوه ، هغوې په دې شرائېو باندې خوښې وې. تاجر د ممنونیت د ښکاره کولو نه ورسته ولاړ ، صلاح الدین ایوبي د نجونو له پاره د ځانته خیمې ددرولو او دهغوې له پاره د یوه ساتونکې حکم وکړ. هغه د خیمې د ځای په هکله فکر کاوه چې شپږ نور صلیبي بندیان ئې هم د صلاح الدین ایوبي مخ ته راوړل ، هغوې هم په ډیر بد حال کې و، کالي ئې رژیدلي او لامده وه ، په کالیو ئې د وینې داغونه هم و او د شګو څخه ډک هم . دهغوې مخونه دژوندیو لاشونو په څیر و، دهغوې په هکله وویل شو چې دوې نژدې دوه دوه نیم میله لرې په ساحل کې د بې هوشۍ په حال کې پراته و،هغوې په ماته کشتۍ باندې لامبو وهلې یوه ورځ کشتې د اوبو دراپورته کیدو په اساس ډوبه شوه ، خو دوې ټول په لامبو باندې ځانونه تر ساحله پورې را ورسول ، په دې کشتۍ کې ټول پنځه ویشت کسان سپاره و، یواځې دا شپږ واړه ژوندې را ووتل، هغوې دومره ستومانه شوې و چې نور ئې د تګ توان هم له لاسه ورکړې و ، دا د صلیبي لښکر سپاهیان و، دوې ټول په ډیره ستومانیدونکي توګه کښیناستل ، دهغوې څخه د یوه د مخ او رنګ څخه معلومیده چې دا معمولې سپاهې نه دې ، هغه زږیروې کاوه، دهغې په کالیو باندې د وینې کوم څاڅکی هم نه و ، خو د زخمیانو څخه ډیر په تکلیف کې معلومیده ، هغه دغه ټولې اوه نجونې په ډیر غور سره وکتلې اوبیا ئې په زږیرویو پیل وکړ.
صلاح الدین ایوبي حکم کړې و چې هر بندي باید ورته ور وښول شي، نو څرنګه چې بندیان لا تراوسه پورې د سمندر څخه را وتل ، نو په دې خاطر ئې هر بندي د سلطان ایوبي مخ ته راوست اوهغه ته ئې ښووه، نو په دې خاطر هغه دا بندیان هم وکتل ، دهیڅ یوه سره ئې خبره و نه کړه ، خو هغه بندي چې تر ټولو زیات نا ارامه و او په وحود ئې د زخم نښه هم نه معلومیده ، تر سترګو تیر کړ ، او په ارامه سره ئې خپلو سالارانو ته وویل « علي بن سفیان لا تر اوسه نه دې راغلې ، ددې ټول بندیانو څخه چې تر اوسه پورې زمونږ ساتونکو نیولي ، ډیر څه باید و پوښتل شي ، د هغوې څخه باید معلومات تر لاسه شي ، » هغه دهغه بندي په لور وکتل او ووئې ویل « دا سې معلومیږي چې داسړې کوم قومندان څوک وي ، دا تر سترګو لاندې و ساتۍ او کله چې علي بن سفیان راشي نو هغه ته ووایاست چې ددې څخه تفصیلې پوښتنه ګرویزنه وکړي ، داسې معلومیږي چې نوموړې له دننه څخه زخمې شوې دې ،کیداې چې پُښتۍ ئې ماتې شوې وي ،….. دوې سمدستي د زخمې شویو بندیانو خیمي ته و ر ورسوئ، هغوې ته خوراک څښاک ورکړئ او ملهم پټۍ ئې وکړئ ،»
بندیان ئې همغه لورې ته یوړل چېرې چې د زخمي بندیانو له پاره خیمي درول شوې وې ، انجونو هغوې ته کتل ، بیا ئې هغه نجونې هم خپلو ځایو ته یوړې.
*****(۱۸)
د فوځ د خیمو څخه ئې لږ څه لرې دغه نجونو ته هم خیمه و دروله، دهغې ځایه څخه نژدی سل قدمه اخوا د زخمیانو خیمي دریدلې وې ، ددوې تر څنګ ئې یو بله خیمه هم و دروله ترڅو دغه شپږ زخمیانو ته ځاې ورکړي . نجونوبه ددې زخمي بندیانو په لور بیا بیا کتل، دواړه خیمې و درول شوی نجونې خپلې خیمی ته ور ننوتلې او زخمیان خپلې خیمې کې ور ځاې کړل شول ، د نجونو د خیمی څخه بهر یو ساتونکې و درید. نجونو ته غذا راغله چې هغوې وخوړله ، بیا یوه نجلۍ دخیمي څخه بیرون را ووتله ، او دهغې خیمی په لور یی وکتل چې دغه نوي راغلي زخمیان په کې ځاې په ځاې شوي و ، اوس نو دهغې پر مخ باندې د ویرې څه نښه نښانه نه معلومیده ، ساتونکي وکتله ،او دې هم ساتونکې و کوت ، نجلۍ ورته مسکۍ شوه او اشاره ئې ورته وکړه ، هغې غوښتل د زخمیانو دخیمي په لور ولاړه شي ، ساتونکي هغه ته د دریدو اشاره وکړه ، ځکه نجونو ته د خپلې خیمی څخه د لرې تللو او یا چا سره دکتلو اجازه نه وه ، د نجونو او د زخمیانو د خیمو تر منځ ډیر ګڼ بوټې ولاړ و. ښي لورې ته د خاورې یو غوندۍ هم وه چې په ګڼو بوټو پوښل شوې و ه ،
لمړ پریوت ، او شپه په تورو تیارو کې ډوبه شوه ، د پنډ غالي په شور وځوږ باندې خوب زور راوست ، خو د زخمیانو شور او ځوږ د شپې په چپتیا کې نور هم تر لرې لرې پورې اوریدل کیده ، ددې ځایه لږ څه لرې د روم د بحیرې د اوبو د څپو اوازونه په پر لپسې توګه غوږونو ته راتلل ، د صلاح الدین ایوبي په دې جنګي پنډغالي کې بیداره خلک خو یا ساتونکی و او یا هغه زخمي بندیان چې ددرد له لاسه بیده کیداې نه شول ،او یا بخپله د سلطان ایوبې دخیمې ناست وګړي و چې د خیمي تیاره ئې ورځ ګرځولې وه اوهیچا ته په کې دخوب کولو فرصت په لا س نه ورته ، د سلطان ایوبي درې واړه سالاران دهغه سره ناست و، او دخیمې بیرون د ساتونکو ډله ولاړه وه.
سلطان ایوبي یو ځل بیا و پوښتل « علي بن سفیان لا تراوسه نه دې راغلې ؟» دهغې په وینا کې اندیښنه غوندې څرګندیده ، او بیا ئې و پو ښتل « دهغه کوم قاصد هم نه دې راغلې ؟»
«که چیرې څه ګړ بړ وائې نو حتما به اطلاع راغلی وه ، » یوه سالار ورته وویل « داسې بریښي چې هلته هر څه د معمول مېابق دي ،»
«همدا ډول امید خو کول په کار دي ،» صلاح الدین ایوبي ورته وویل « خو که چیرې هغه پنځوس زره لښکر بغاوت وکړي نو بیا ئې سنبالول ستونزمنه خبره ده ، هلته خو زمونږ ټول ټال یونیم زر سپاره او دوه نیم زره پیاده عسکر پاته دي ، دهغوې په پرتله سوډانیان ډیر غښتلي او د تجربي خاوندان هم دې او شمیره ئې هم زیاته ده ، »
«د ناجي او دهغې د سازشي ډلې د ماتولو وروسته هلته دبغاوت کولو نښې نه په سترګو کیږي ، » یوه بل سالار وویل ، «د قیادت پرته سپاهیان بغاوت نه شي کولاې ،»
« مخکې له مخکې د هغې له پاره تدبیر نیول اړین دي » صلاح الدین ایوبي وویل ،« خو کله چې علي را شي نو معلومات به وشي چې څه ډول تدابیر باید و نیول شي ؟»
دصلیبیانو د یرغل د مخنیوي په خاطر ایوبي پخپله راغلې و، خو هلته په دارالحکومت کې د سوډاني فوځیانو د بغاوت کولو ګواښ په خپل ځاې موجود و ، ایوبي ، علي بن سفیان د همدې مقصد له پاره هملته پرې ایښې و، ترڅو د سوډانې لښکر بغاوت تر سترګو لاندې و ساتي او دخپلې ځانګړې تجربې له مخې د هغې دمخنیوي هڅې وکړي ، هغه باید تر اوسه پورې د ایوبي لورې ته راغلې وایي او هغه ئې د حالاتو څخه خبر کړې وائې خو تر اوسه پورې را نشو غلاې ، او دهغې د نه راتګ په سبب پخپله ایوبي ډیر اندیښمن شوې و. کله چې هغه د خپلو سالارانو سره د قاهرې د حالاتو په اړوند خبرې اترې کولې نو دهغې د پنډ غالي ټول خلک په ژور خوب بیده شوې و، خو یواځې هغه اوه نجونې ، چې ایوبې ورته ځانګړې پناه ورکړې وه ، ویښې ناستې وې ، یوځل دهغوې د خیمی ساتونکې دهغوې د خیمې پرده پورته کړه او وئې کتل چې ډیوه بلیږي ، دپردی د پورته کولو سره سم نجونو ځانونه و غورځول او خراټي ئې پیل کړې ، ساتونکې و شمیرلي او ډاډمن شو چې پوره اوه دې ، او بیدې شوې دي ، نو پرده ئې بیرته را ورړوله ، او د خیمی تر څنګ کښیناست ، هغه نجلۍ چې د خیمې د پردې تر څنګ وه ، پرده ئې د لاندې څخه لږ څه پورته کړه او بیرته ئې په کلاره را پریښوده او د خپل ځان تر څنګ د نجلۍ پر غوږ کې وویل « ناست دې »، هغې د بلې نجلۍ په غوږ کې وویل چی « ناست دې » او په دې توګه دا خبره د ټولو نجونو غوږونو ته ورسیده چې ساتونکې ناست دې. یوه نجلۍ چې دخیمي دهغې بلی دروازې تر څنګ وه سوکه را پورته شوه او دخپلې بسترې څخه را ووتله ، بستره پر ځمکه غوړیدلې وه ، هغه خپله کمبله د بسترۍ له پاسه داسې و غوړوله لکه چې تر لاندې ئې کوم څوک پروت وي .
هغه په پښو وخویده او دخیمي تر دروازې ئې ځان ورساوه ، پرده ئې لرې کړه او بیرون را ووتله ، پاته شپږو نجونو په کلاره خراټي وهل پیل کړه . ساتونکی ته معلوم وه چې دانجونې کوم خطرناکه بندیان نه بلکه د سمندر څخه را وتلی پناه اخستونکې دې ،نو په دې خاطر هغه کښیناست او پرکالي پرې راغله ، نجلۍ په ډیره سوکه توګه د غونډې هماغې لورې ته ولاړه چې دساتونکې او د هغې تر منخ خیمه را تلله ، غونډۍ ته د ورسیدو سره سم هغې همغې لورې ته مخه کړ چې شپږ نوې زخمي بندیان په کې براته و. شپه تیاره وه او هلته څه اونې بوټي هم و، که چیرې ساتونکي اوس هغه لورې ته کتلای هم نو هغه نجلۍ ورته نه تر سترګو کیده ، نجلۍ کښیناسته ، او په پښو ښویدو سره ئې دزخمیانو خیمې ته ځان ور نژدې کړ ، هلته د شګو ډیری هم وخو بیا هم هغې ددې ډیریو څخه په ښویدلو ښویدلو خپل ځان خیمې ته ورساوه ، خو هلته یو ساتونکې ولاړ و ، نجلۍد ساتونکي څخه د ځان د پټولو په خاطرد شګو په ډیري باندې څملاسته ، هغې ته ساتونکي د یوه تور سیوري په شکل کي تر سترګو کیده ، اوس نو هغه ددوه ساتونکو تر منځ وه ، یو ئې دخپلې خیمې ساتونکې او بل د زخمیانو دخیمي ، ویره ئې به دې کې وه چې که د زخمیانو د خیمې ساتونکې دهغې لورې ته راشي نو و به ئې نیسي .