۱۵ سرطان ۱۳۸۷
له دې سره، چې څو ورځې وړاندې د امريكا دفاع وزارت اعلان كړه، چې په افغانستان كې امنيتي وضعيت ورځ تربلې خرابېږي او طالبان پياوړي كېږي، داهم وويل شول، چې افغان دولت ، ائتلافي ځواكونو او ناټو پوځيانو ته په يوه خطرناك ګواښ بدليدلاى شي، همدا تېره ورځ يوځل بيا امريكايي ځواكونو د نورستان په وايګل كې په نادقيقو پوځي عملياتو لاس پورې كړې، چې په نتيجه كې يې د سيمې ۲۲ تنه بې ګناه وګړي، چې ښځې او ماشومان هم په كې شامل وو ووژل شول. كه څه هم چې ائتلافي ځواكونو د مخكې په څېر دا دعوه كوي، چې هغوى د افغان دولت مخالفين وژلي ، خو د وايګل ولسوال او د نورستان والي باور لري، چې په دغو عملياتو كې په ملكي وګړو بريد شوى. د نورستان د والي او د وايګل د ولسوال په ادعا بايد ومنل شي، چې دا عمليات د سيمې ملكي وګړو ته متوجه و، چې لازيات خوځښتونو او نا اراميو ته به لار خلاصه كړي.
د همدغې مياشتې په ترڅ كې د پكتيا او پكتيكا ولايتونو په زرمت او مټاخان ولسواليو كې د ائتلافي ځواكونو په نادقيقو پوځي عملياتو كې ۴۸ تنه د ښځو او ماشومانو په ګډون ووژل شول، چې بيا وروسته يې مړي څاګانوته واچول شول، چې په تړاو يې بيا وروسته د پكتيا، پكتيكا او خوست ولايتونو قومي مشرانو په اعتراضونو لاس پورې كړ او دا ګواښنه يې وكړه، چې كه چېرې ائتلافي ځواكونه يوځل بيا په دا وړ عملياتو لاس پورې كړي، له تند او شديد غبرګون سره به مخ شي او دا پېښه لا نه وه سړه شوې، چې يوځل بيا دا كړنې تكرار شوې او څو نور بې ګناه وګړو هم په جنوب كې سروخوړ. نو همدا وجه وه، چې خلك په پكتيا كې سړكونو ته راووتل او د امريكايانو د دغو كړنو پرضد يې په مظاهرو لاس پورې كړ، چې د هغه په ترڅ كې د پوليسو او خلكو ترمنځ په نښته كې درې تنه ووژل شول.
يو له هغو علتونوڅخه، چې ورځ تربلې د افغانستان په جنوب كې امنيتي وضعيت خرابېږي او د خلكو غوسه راپاروي او د طالبانو د لښكرو د تقويه كيدلو اسباب برابروي، همدا د ائتلافي ځواكونو د نادقيقو عملياتو ترسره كېدل دي، چې معمولا سپيشل فورس يې ترسره كوي. د دغو ځواكونو بې رحمي د هېواد په جنوبي، جنوبغربي او شرقي سيمو كې هومره بربنډ او ښكاره وه، چې اوس نو هېڅوك پردغو ځواكونو او د دغو ځواكونو پرعملياتو باور نه شي كولاى او خلك په دې باور دي، چې د دوى جواسيس او استخباراتي لاسپوڅي د مخالفانو د رپوټونو پرځاى ناسم او غيردقيق راپورونه، چې له قومي او تنظيمي اختلافونوڅخه سرچينه اخلي دوى ته وركوي او له همدې كبله ده، چې هره ورځ زموږ يوشمېر هېوادوال د غم په ټغركينوي او نږدې ټول هېوادوال له دغه چال چلنده ناخوښه دي او په هره اندازه، چې دا عمليات په نادقيقه توګه ترسره شي په هماغه اندازه په خلكو كې د طالبانو نفوذ ته لار پرانېستل كېږي او د نا امنۍ ګراف پورته خېژي.
له دې سره، چې افغان حكومت او قومي مشرانو په وار وار د ائتلافي ځواكونو له دغه چال چلند څخه سرټكولى او بيا بيا يې خپل شكايتونه جمهور رئيس كرزي ته رسولي دي، خو تراوسه پورې په دغو عملياتو كې هېڅ بدلون نه دى راغلى او برعكس هره ورځ د قربانيانو په شمېره كې زياتوالى راځي او عام وګړي وژل كېږي. په دې وروستيو كې د ملګرو ملتونو د سازمان چارواكو او په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو قوماندنانو اعلان كړه، چې د ۲۰۰۸ كال د جون مياشت ترټولو مياشتو خونړۍ وه، چې په هغې كې نه طالبانو او نه هم په افغانستان كې مېشتو بهرنيو ځواكونو پرخلكو رحم كړى او په همدې سبب ده، چې خلك تر پوزې راغلي او سخت شكايتونه كوي.
په هغه صورت كې، چې وضعيت همداسې دوام پيدا كړي او ائتلافي ځواكونه له پوښتنې كروېږوني پرته د خپلو نامسووله استخباراتي كړيو په اشاره په دا وړ عملياتو او عملونو لاس پورې كړي، د خلكو صبر او حوصله به ختمه شي او هغه وخت بۀ بيا د داسې يوه حركت مهارول به ناشوني وي. د دغه وضعيت كنټرول هغه وخت شونى كېږي، چې د افغان دولت خپل امنيتي ځواكونه په تلاشيو او حملو كې لارښود رول ولري، نه دا چې ائتلافي ځواكونه د دوى له مشورې پرته ځينې ټاكلي سيمې تربريد لاندې راولي او خلك ووژني، په بمباريو لاس پورې كړي او وچ او لانده ټول سره يوځاى وسوځول شي او دا هغه كار دى، چې تراوسه ترسره شوى دى او امريكايي ځواكونه هم په ډېره سخته دا پخلى كوي، چې عمليات يې دقيق او سم دي او ناپوځي خلكوته زيان نه دى رسېدلى. كله چې د يوې سيمې ولسوال، وكيل او والي اعتراف كوي، چې دا عمليات د افغان دولت پرمخالفانو نه، بلكې پرملكي وګړو شويدي، نو امريكايي ځواكونه دا بايد ومني، چې ناپوځي او ملكي خلك وژني او كه چېرې خپلو دغو سخت سريو ته دوام وركړي، اشوب ځپلې سيمې به ترپخوا زياتې نا ارامه شي او د طالبانو واكمني به پرې خوره شوي او ډېرژربه ځانونه د كابل دروازوته ورسوي.