کور / تازه خبرونه / په ناوې ولسوالۍ کښي د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته سوې

په ناوې ولسوالۍ کښي د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته سوې

د يك شنبي په شپه د هلمند په ناوې  ولسوالي كښي د وسله والو طالبانو او پوليسو تر منځ جګړه سوي چي ويل كيږي دواړو خواته ځاني زيانونه اوښتي دي .


دهلمند د پوليسو مشر مل باسوال محمد حسين انديوال وايي چي په دغه نښته كښي اوه طالبان او دوه پوليس وژل سوي او شپز طالبان ټپيان سوي  دي .


وسله وال  طالبان د خپلو دريو ملګرو د وژل كيدو تر څنګ ددريو پوليسو د وژل كيدو ادعا هم كوي .
ځايي خلك وايي د دولتي سرتيرو او طالبانو تر منځ جګړي د شپي تر وروستۍ دوام درلود او اوس سيمه د پوليسو په لاس كښي ده .