په آلمان کې د ښاغلي جمعه خان همدرد سره د میشتو افغانانو غونډه جوړه شوه.
د روان کال د اګست د میاشتې په ۱۴ نیټه د آلمان د هیورت په ښار کې د افغانستان د روانوحالاتو او د سولې د بهیر تر سرلیک لاندې یوه درنه غونډه جوړه شوه، چې د آلمان سر بیره پکې د ګڼ شمیر اروپائي هیوادونوڅخه سیاسي ، کلتوري او مخه ورو افغانانو ګډون کړی ؤ.
د غونډې د ویندوئي چارې ښاغلي ډاکټر شیر ولي شیر او عزیز سرشار پر مخ بیولې.
غونډه د قرآن مجید د سپيڅلو آیاتونو په تلاوت سره د ښاغلي سید هاشم پاچا له خوا پیل شوه .
ورپسې ښاغلي استاد سید حسن سعید د هرکلي تر څنګ په خپله وینا پرانيسته.
ښاغلي عبدالله احسان ددروند مشر الحاج جمعه خان همدرد لنډه پيژندګلوي ولوسته دغه راز ښاغلي امین الدین سعیدي د هیواد د حالاتو په باب په زړه پورې لنډه وینا واوروله،ورپسې ښاغلي سید عمر پاچا صیب پخپله وینا کې د غونډې په ارزښت خبرې وکړې.
په دغه لړ کې ښاغلي عزیز سرشار د ټولنو په استازیتوب د غونډې او ښاغلي همدرد ، د ملي دریځ ملاتړ پیغام ولوست .
غونډې ته محترم جمعه خان همدرد ارزښتناکه او هر اړخیزه وینا وکړه ،ښاغلي همدرد وويل د روانو کړکيچنو حالاتو څخه د راوتلو لاره ملي یوالی دی او پر افغانانو ئې غږ وکړ چې خپلمنځي اختلافات شاته وغورځوي ، یو بل وزغمي ،خپله تاریخي ورورګلوي یو ځل بیا ثابته کړي او په هیواد کې د سولې لپاره یو موټې شي.
ښاغلي همدرد په هیواد کې وروستیو تازه پیښو ته په کتو، وویل : «زه د ملي یوالي ددې ډول حکومت ملاتړې نه یم ،که خبره د افغانستان ملي ګټو د تاوان تر بریده ورسیږي او بعضې ډلې د سرو او شنو نمایشي کرښو خبرې کوي نو مونږ په ټول قوت دهغوې پر وړاندې دریږو او هیڅ چاته به اجازه ورنه کړو چې د هیواد او اولس په سر نوشت لوبې وکړي.
د ښاغلي همدرد تر وینا وروسته د غونډې دوهمه برخه د ګډون والو پوښتنو او وړاندیزونو ته ځانګړې شوې وه،ټولو په افغانستان کې د میشت قومونو په یوالي او ورورولۍ ټینګار وکړاو د سیاسي ډلو څخه ئې په کلکه غوښتنه وکړه چې د هیواد، اولس او ملي ګټو لپاره دې سره نزدې څنګ تر څنګ دګډ کار لپاره ملا وتړي.ورپسې ښاغلي همدرد د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل او ژمنه ېې وکړه چې ددې غونډې د ګډونوالو دملي او افغاني نظرونو او وړاندیزونو لپاره به د خپل وس تر بریده عملي هلې ځلې وکړي .
په پائ کې ښاغلي استاد سید حسن په اروپآ کې د افغاني کلتوري ټولنو په استازیتوب ښاغلي همدرد ته
څو ټوکې کتابونه ډالۍ کړل.
هڅه کوو ددې ارزښتناکي غونډي د جريان ويډيو هم ژر له لراوبر څخه خپره کړو.
د غونډي جريان انځوريز جريان
کمره: عبدالولي برهاني