لور او مور خو یو شانته تراجیک داستان!
غلام ولي نوري
تقریبا ۵ کاله مخکي چي مي د پاکستان د فقیدي لومړۍ وزیري بېنظیر بوټو اتوبیوګرافي (د شرق لور) کتاب پښتو ته ترجمه کاوه، د هغې د عکسونو په لټون کي د فاطمې بوټو پر ویبسایټ پېښ سوم.
د فاطمې پېژندل او له اثارو څخه خبرېدل یې راته ډېر تراجیک او جالب وو. د ذولفقار علي بوټو تر اعدام وروسته د هغه زامن شهنواز او مرتضی کابل ته راغله، دلته یې له دو افغاني خوندو، شهنواز له ریحانې او مرتضی له فوزیې سره واده وکړ. دوی له کابل څخه فرانسې ته ولاړل او هلته شهنواز په مرموز ډول ووژل سو، داسي اوازې دي چي په مرګ کي یې د ریحانې لاس وو. د ورور تر مرګ وروسته شهنواز خپله مرمین فوزیه طلاقه کړه خو تر طلاق ۳ کاله مخکي یې یوه لور په ۱۹۸۲ م کال کي په کابل کي زېږېدلي وه، چي فاطمه نومیږي. د فاطمې پلار هم په ۱۹۹۶ م کال کي په کراچي کي ووژل سو، خو البته فاطمه د خپل پلار قاتل د خپلې عمه میړه زرداري ګڼي. فاطمې زیات کتابونه لیکلي دي چي په پاکستان او نړۍ کي یوه مشهوره لیکواله او یوه یاغي شاعره ده. ددې اکثره شعرونه د پاکستان د اجتماعي بې عدالتیو انعکاس دئ. فاطمه کټ مټ په رنګ کي خپلې مور فوزیې ته سوې ده. کله چي ددې شعرونه لولم نو د دو ښځو د تراجیک داستان بوی ځني راځي