عبدارحيم موسی زی
وروسته له دې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورند فرضي کرښې د دروازې جوړولو پر سر شخړه رامنځته شوه د دواړو هېوادونو اړیکې په ترینګلتیا واوښتې، سره له دې چې پاکستان د ټولو نړیوالو اصولو پر خلاف عمل ترسره کړو او په افغانستان کې یې له کلونو کلونو په ترهګریزو او ورانکارو فعالیتونو کې لاس درلوده؛ خو بیا هم یې خپلې استخبارتي جګړې ته دوام ورکړو.
په دې حال کې، افغان ولسمشر په تاریخي او بیساري درک سره وتوانید چې په وارسا غونډه کې نړیوالو ته د ګاونډي هېواد اصلي انځور څرګند کړي او نړیوال هم په یقینۍ سره پوه شول چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي او د دوی لمن به یوه ورځ پراخه او ټوله نړۍ به په اور کې سوځي چې څرګند مثال یې په سعودي عربستان، جرمني او فرانسې کې وروستي کارونه و او ثابته شوه چې نوموړي ترهګر د دې شریر هېواد اوسېدونکي ول.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا وروسته او په افغانستان کې د پاکستان پر وړاندې د حکومت او خلکو د پخوا په پرتله بل شان دریځ پاکستان ډیر خوا بدی او په اندیښنه کړ، که څه هم دې هېواد د تیر په څېر آزمویل شوی سیاست یعنې افغانستان ته د ځان وژونکو استول او ترهګریزو فعالیتونو ترسره کولو له پاره یې ډېر زور وواهه؛ خو بیا هم ناکامه شو او څه یې په لاس ور نه غلل.
له وارسا غونډې وروسته پاکستان یو ډول انزوا په لور روان شو نړیوالو ته هم جوته شوه چې پاکستان د ترهګرو پټنځای دی د ترهګرو روزنیز مرکزونه همدلته دي، ترهګر همدلته سمبالیږي چې نورو هېوادونو ته د ورانکارو فعالیتونو له پاره استول کیږي او دا هېواد نه یواځې خپلو ګاونډیو بلکې ټولې نړۍ ته زیان رسوونکی دی.
همدا راز، پاکستان ته د نړیوالو فشارونو تر څنګ یو بل ستر او نه هېرېدونکی سرخوږی د افغانستان حکومت جوړ کړ، هغه چې پر پاکستاني توکو بندیزونه او د لازمو شرایطو ایښودل ول، ډیری هېواد والو د حکومت دا کار وستایلو او ولس هیله لري چې حکومت دې دې ته ورته نورې بدیلې لارې ولټوي او هېوادوالو ته دې په هره برخه کې په خپلو پښو د بسیا کېدو شرایط برابر کړي.
اوس راځو اصلي بحث ته، چې د پورتنیو دلایلو له مخې زموږ ګاونډی هېواد پر کډوالو بیلابیل فشارونه وارد کړي دي ترڅو هغوی دې ته مجبوره کړي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
افغان حکومت ته په کار ده چې زموږ هغه شمېر هېوادوال چې د پاکستان د حکومت زور زیاتي او فشار له امله خپل هېواد ته ستانه کیږي هغوی ته د ټولو انساني اصولو له مخې د ژوندانه آسانتیاوې برابرې کړي.
دا کډوال چې نن سبا له ګاونډي هېواد څخه افغانستان ته راځي، دوی کور، خواړو، کار او نورو ټولنیزو اړتیاوو ته ضرورت لري او افغان حکومت دې په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي ځکه که دوی ته دا اړتیاوې چمتو نشي؛ نو له بیلابیلو ستونزو سره به لاس او ګریوان وي چې هغه کولای شي په پای کې بیا دولت ته سرخوږی جوړ کړي.
موږ منو چې ولسمشر غني به د کډوالو د ستونزو حل له پاره بیلابیلې لارې لټوي؛ خو د ده حکومت ته په کار ده چې زموږ مهاجرو هېوادوالو د ستونزو حلولو په اړه دې د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ څخه مرسته وغواړي او هر ډول آسانتیاوې چې د حکومت په توان کې دي د یوه څرګند سیسټم له لارې اړمنو کسانو ته ورسوي، ولس هیله مند چې د مرستو دا سیسټم په رڼه توګه وي، پرځای وي او داسې دې نه وي لکه څنګه چې په تیرو وختونو کې په غیر معیاري توګه ترسره شوي دي.
د مرستو ترڅنګ، کاري فرصتونه او د شپو او ورځو تیرولو له پاره ځای د کډوالو له سترو غوښتنو او اړتیاوو څخه دي، ګنشمیر کډوال حیران دي او وايي که چیرته موږ خپل هېواد ته ستانه شو؛ نو څه کار او چیرته به ژوند وکړو، دلته زه دیوه افغان په توګه د ولسمشر غني له حکومت څخه له هر څه دمخه هیله مند یم چې زموږ ګرانو کډوالو ته سم لاسي د بیړنیو مرستو لړۍ په کره ډول پیل کړي، د هغوی ژوندانه له پاره په مناسبه ځای کې کور یا نمرې وکړي، د کار کولو زمینه مساعده کړي او د هغوی ماشومانو ته غوره روزنیز او ښوونیز پروګرامونه برابر کړي چې خدای مه له خپلې خاورې او حکومت څخه ناهیلي نشي.
په پای کې غواړم دې خبرې ته هم اشاره وکړم چې؛ هر افغان ته خپله خاوره او زړه جونګړه د اسلام آباد، حیات آباد او کراچۍ له رنګا رنګ ماڼیو څخه ارزښتمنه بولي، دوی په خپله خاوره مین دي، خپل لس سره هم بېسارې مینه لري لېکن؛ لږ کاري فرصتونه، د کور او باکیفیته ښوونیز او روزنیزو پروګرامونو نشتوالی هغه څه دي چې د دوی پر وړاندې ستر خنډونه جوړ کړي دي، هېره دې نه وي چې نن سبا زموږ حکومتي ادارې په سمېدو دي او زه ډاډمن یم د دې وس هم لري چې زموږ د ګرانو کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي، د ټولو مهاجرو هېوادوالو د راستنېدو او د یوه پرمختللي، سوکاله، سرلوړي افغانستان په هیله.