د فرانسې د نیس په ښار کي برايي ماخستن (پنج شنبه ماښام) یوه کس د سمندر پر غاړه پر عامو وګړو لارۍ موټر تېر کړئ دئ چي له امله يې ۸۴ تنو خپل ژوند د لاسه ورکړئ دئ او شاوخوا ۵۰ نور زخمیان دي.
پولیسو تر دوه کیلومتره وروسته لارۍ چلوونکی په ډزو وژلئ دئ. په موټر کي د تونس الاصله فرانسوي پېژندپاڼه موندل سوې ده، خو تر اوسه لا معلومه نه ده چي د موټروان ده که نه.
د یادوني وړ ده چي پرون ۱۴ جولای د فرانسې د آزادۍ ورځ وه او خلګ ملي جشن ته راوتلي ول. په فرانسه کي د اتلسمي پېړۍ په پای کي پسله ۳ پېړیو ټولواکي Absolute Monarcy پای ته ورسېده، په ۱۷۸۹ میلادي کال کي د فرانسې انقلاب French Revolution پېل سو او دوی خوشحاله ول چي ټولواکي ختمه سوه. ورپسې په ۱۷۹۲ میلادي کال د فرانسې لومړۍ جمهوریت رامنځته سو. یعني دوی د جولای پر ۱۴مه د فرانسې د انقلاب په یاد د آزادۍ ملي جشن لمانځي.
مختار احمد احسان