پيښور
په خيبرايجنسۍ كښې دروانو عملياتو له امله تيره ورځ په ګرځند بنديز كښې نرمى راغلې وه او عمليات په اوومه ورځ هم روان وو دجمعې له امله دباړې بازار بند وو خو ګرځند بنديز كښې نرمى وه له بلې خوا سيمه ايزې جرګې غوښتنه كړې چې په باړه كښې دې ډز بندى وشى په دې اړه دپوليټيكل چارواكو او لښكراسلام دمشر منګل باغ ترمينځه مذاكرات وشول او ډزبندى هم وشوه