لیکنه: شبیراحمد قیومي
حکمت خلیل کرزی د خدای بخښلي خلیل الله خان شهید زوی، د همدغه خارجه وزارت د خپل وخت د معین، خیرمحمد خان لمسی او د ډاکټر صاحب اشرف غني په اصطلاح، راسته لاس او سکني ورور شهید حشمت خلیل خان کرزي کشر ورور دی، چي کورنۍ ئې ټوله د ننګ، غیرت د برمه ډار پېژني لا نه، چي جهاني صاحب ئې په اړه داسي وايي:
زما مزار ته چي راځې اوښکي توی نه کړې
ژړا عیب ده په کاله کي د زمریو
زه شهید د خپل ولس د خپل وطن یم
ریشتا کړي مي قصې د پخوانیو
د پلرونو پر وصیت وم زېږېدلی
افتخار یم د بچیو د لمسیو
ما ځواني کړه درته خاوري هېر مي نه کړې
چي ټاټوبی مي کور نه سي د پردیو
په روهي ویب پاڼه کي حکمت خلیل کرزي ته د ډارن نسبت کول، دې ته و هڅولم چي د هغه د شخصیت په اړه څه ولیکم.
څومره چي زه معلومات لرم، حکمت خلیل کرزي چي کله خپله لومړۍ ماسټري په امریکا کي کوله، په هغه شپو او ورځو کي ئې څو میاشتي د افغانستان په سفارت کي کار وکړ او بیا چي ئې کله په سنګاپور کي دویمه ماسټري په ستراتیژکو اړیکو کي بشپړه کړه، نو ګران هیواد ته راغی او د نورو روښانه سیاسي او تکړه ځوانانو په څېر ئې په کابل کي د سولي او شخړي د مطالعاتو مرکز (CAPS) بنیاد کښېښود او لومړۍ اړتیا، ملي روغي جوړي یا سولي ته ئې لستوڼي رابډوهل.
د حکمت کرزی چي د تره د زوی حامد کرزي حکومت و، که ده غوښتي وای کېدای سي یو غټ موقف ئې ورکړی وای، ولي ده و نه مانه، برعکس ئې کله کله د کرزي حکومت تنقيدوی هم.
په کابل، پروان، خوست، هلمند او کندهار کي ښه فعاله دفترونه درلودل. د بې وسه او بې وزله بندیانو وړیا حقوقي مرستي ئې کولې. همدا راز ئې د بې وسه ماشومانو له پاره د کمپیوټر، انګلش او د کانکور د آزموینو د آمادګۍ سنټرونه خلاص کړي وو، چي په زرهاوو اړمنو ګټه ځني اخیستل او په سوو خلکو ته کار پیدا و او د بچیانو ډوډۍ ئې پیدا کول.
همدا راز ئې د ځوانانو د همږغۍ، د ریسرچ یا مطالعاتو، د جرګو یا مرکو څانګي درلودلې چي هڅه ئې په هیواد کي د سولي راوستل وه.
کله چي د ملي وحدت حکومت منځ ته راغی او جناب حکمت خلیل کرزی په کښي سیاسي معین وټاکل سو، زما د لومړۍ ورځي دا کړنه نه وه خوښه، خو حکمت کرزی ډېر د لوی حوصلې څښتن دی.
زما دغه کار په څو دلیلونو نه و خوښ:
۱- باید د حشمت خان شهید د اخلاص، صداقت، مبارزې او قربانیو په خاطر ئې حکمت کرزي ته یو ښه فعاله وزارت ورکړی وای.
۲- دا چي حکمت خلیل کرزی ځوان دی، د نړۍ د پرمختللو سیاسي چارو سره بلد دی، لوړي زده کړي لري، د ځوانانو د قشر استازی دی، په عین حال کی د لوی کندهار استازی هم دی، نو لازماً باید ورته یو فعال او کلیدي وزارت ورکول سوی وای.
هغه و نه سول او ده بې چاره هم رئيس جمهور ته په ډېر درناوي، داغه معینیت ومانه او د افغانستان د خارجه وزارت په ۱۴ کلن تاریخ کي فعال، مؤثر، نه ستړی کېدونکی سیاسي معین دی او دا چاره په پوره ده، نو تاسو ورڅخه نوري نوري غوښتني کوئ.
دا چي تر دوهم بست پوري په خارجه وزارت کي ټاکني د رئيس جمهور په واک کي دي او تر هغه د ټیټو بستونو مقرریاني د وزیر خارجه په صلاحیت او واک دي او هغه مکتوبونه چي پښتو ئې له یوې خوا څخه بلي خوا ته اړول سوې روزمره ارګ ته ځي او راځي، دا ټول په داسي حال کي چي حکمت خلیل کرزی نه د افغانستان د خارجه وزارت د منابع بشري او تشکیلاتو مسؤل دی او نه هم د فرهنګي چارو، نو بیا ډارن څنګه سو؟
شخصیت وژنه هم یو منطق لري؟
دا ټولي چاري د افغانستان د اسلاي جمهوریت مشرتابه د سر په سترګو ویني، ځني خبرېږي او یوازي دا ستونزه په خارجه وزارت کي نه ده، بلکي د افغانستان په ټولو رسمي ادارو او ارګانو کي ده، حتی پښتانه، روښانه، سواد داره، پرمختللي تکړه مبارزین خلک چي کله موقف او مقام ته ورسېږي، لیک و لوست خو پرېږده، خبري لا په خپله مورنۍ ژبه کول عیب بولي.
په درنښت