Abdul bari jahaniعبدالباري جهاني
 
موسیقي روا که ناروا ده دا بېل سوال دی. څوک یې روا بولي څوک یې ناروا بولي دا د عقیدې خبره ده. خو کله چي یو هنر مند یوازي په دې ګناه په عام بازار کي وژل کېږي چي ولي سندري او یا له موسیقی سره نعتونه وايی بیا نو خبره د یوه اجتماعي جنایت ده او باید چي د جنایتکارانو سره په ګډه مبارزه وسي. د پاکستان مشهور او محبوب قوال امجد صابري، چي یو عمر یې د نعتونو په ویلو تیر کړی وو، د روان کال د سرطان پر دریمه نېټه د پاکستان طالبانو وویشتی او شهید یې کړ. دا د عقیدې عمل وو او په افغانستان کي د هغو کسانو شمېرلږ نه دی چي موسیقي ناروا بولي او خدای مه کړه چي سبا او بله ورځ به زموږ د هیواد هنرمندان له همدغه راز خطرونو سره مخامخ کېږي.

حرام هغه اعمال دي چي د منع کېدلو لپاره یې څرګند شرعي احکام موجود وي. په یوه معتبر حدیث کي راغلي دي: اذا نهیتکم من امراً فاجتنبو و اذا امر تکم بامراً فاءتو منهه ماستطعتم.  کله چي مي د یوه کار څخه منع کړاست نو له هغه څخه پرهېز وکړی او که مي د یوه کار د کولو امر درته وکړ نو په عملي کولو کي یې خپل وس ته وګوری. د یوه مولوي صاحب څخه مي د یوه پوښتونکي په جواب کي واورېدل چي موسيقي د ټولو اجتماعي فسادونو مور ده او تر ټولو ستره ګناه ده. که دا خبره حقیقت ولري نو په ټول قرآن شریف کي د هري کبیره ګناه نوم اخیستل سوی او په شریعت کي یې د مرتکبینو په سزا رسولو لپاره حدود ټاکل سوي دي خو حتی یو ځل هم نه د موسیقی نوم اخیستل سوی او نه اشاره ورته سوې ده. زموږ مولوي صاحبانو چي په دې باره کي هر څه سخت حکمونه کړي دي هغه یې د خپلو تعبیرونو او تفسیرونو په اساس کړي دي. څه موده مخکي مي په فیسبوک کي په یوه ویډیو کي له یوه بل مولوي صاحب څخه واورېدل چي ویل یې حضرت رسول صلعم فرمایلي دي چي زه د موسیقی د آلاتو د ماتولو لپاره مبعوث سوی یم. لومړی خو دا حدیث موجود نه دی او که موجود وي نو حتما به حدیث الضعیف یا حدیث الغریب وي چي چنداني اعتبار نه سي ورباندي کېدلای. بله خبره دا ده چي موږ په سیرت النبي کي هیڅ داسي حادثه نه ده لوستې چي حضرت رسول صلعم دي د خپل قدرت په زمانه کي په مدینه او یا کوم بل ښار کي د موسیقۍ کومه آله ماته کړې او یا یې ږغونکي ته سزا ورکړې وي. اوس نو که د بخاري او مسلم د متواتر او صحیح احادیثو په حواله، پخپله د انحضرت صلعم په زمانه کي، د هغه په خپل کور کي، د بي بي عایشې رض په مخ کي نجوني سندري ویلای او تنبور او تولکه ږغولای سي او انحضرت صلعم په بشپړه حوصله غوږ ورته نیسي او ابوبکر رض او عمر رض د هنرمندانو له ترټلو څخه منع کوي نو بیا به زموږ علماوو ته د موسیقۍ هنرمندانو ته د سزا ورکولو او حتی وژلو اجازه چا ورکړې وي. وګوری د صحیح مسلم له ۱۱۳۸ څخه تر ۱۱۴۶ پوري پرله پسې احادیث.

بي بي عایشه وايی یوه ورځ د هغې په کور کي دوو نجونو سندري ویلې او بربت یې ږغاوه. ابوبکر رض راغی او ماته یې منت وکړ چي د پیغمبر په کور کي سازونه ږغوې. حضرت پیغمبر صلعم هغه منع کړ او ورته وې ویل چي پرېږده هر څوک خپل جشنونه لري دا د دوی د اختر جشن دی. مسلم ۱۱۴۰ لمبر حدیث.
زموږ له پیغمبر صلعم سره دونه وسعت نظر موجود وو چي عیسوي حبشیانو ته یې د مدینې په مسجد کي دننه د شمشیر بازی د لوبي کولو اجازه ورکوله. وګوری د مسلم ۱۱۴۶ حدیث. مګر زموږ ځیني تنګ نظري او توندرو علماء نن د یوه بېګناه مسلمان هنر مند د قتلولو، چي د اسلام په دین کي تر ټولو ستره ګناه ده، حکم ورکوي.  دا خبره باید په یاد ولرو چي په اسلام کي یوازي د قاتل سزا د مشرک سره معادله بلله سوې او په آخرت کي د دایمي دوږخ، چي یوازي د مشرکینو لپاره راغلی دی، او خدای تعالی د غضب او لعنت وعده ورکړه سوې ده. آیت مبارک دی: ومن یقتُل مومناً متعمداً فجزآءُهُ جهنم خالداً فیها و غضب الله علیه و لعنهُ و اعد لهُ عذاباً عظیما. سورهّ النساء
ترجمه: که چا مومن په قصد سره وواژه، د هغه جزاء په جهنم کي دایمي اوسېدل دي. د الله ج غضب او لعنت به ورباندي اوري او ستر عذاب ورته ګوري.

امام ابوحامد غزالي، چي د اسلام د سترو مرشدینو او عالمانو څخه دی، د خپل کتاب احیاءالعلوم الدین د دوهم ټوک په ۱۶۵ مخ کي د موسیقی په باره کي لیکي چي کوبا، مزامیر او تنبور له دې امله ناروا نه دي چي خواږه آوازونه لري بلکه له دې امله ناروا دي چي د موسیقۍ دغه آلات د شرابو او رقص د مجلسونو سره تړلي ول. د شپونکیانو تولکه او ډول دواړه خواږه آوازونه لري؛ څرنګه چي د شرابو له مجلسونو سره اړه نه لري نو روا دي. دهماغه کتاب په ۱۷۱ مخ کي د یوه حدیث په حواله لیکي چي «د آس له سورلی، د غشیو له ویشتلو او د مېرمني سره د لوبو کولو پرته نوري ټولي لوبي لهو او لعب دی. نو د دې معنی دا نه ده چي له دغو دریو یادو سویو لوبو څخه پرته نوري لوبي ناروا دي. د مرغانو د آوازونو اوریدل او داسي لوبي چي بل چا ته یې آزار نه رسیږي حرامي نه دي»

د امام غزالي ورور محمد غزالي، چي په مجدالدین طوسي مشهور وو، او د امام غزالي له وفات څخه وروسته د دمشق د مدرسې رییس سو، د موسیقی په برخه کي یو څه مخته ځي او وايي هر هغه څوک چي وايی موسیقي مطلق حرامه ده نو داسي شی یې حرام بللی دی چي د هغه د حرام والي په باره کي موږ ته هیڅ حکم نه دی راغلی. نو څرنګه چي د موسیقي د حرامېدلو په باب نه په قرآن شریف او نه په احادیثو کي حکم موجود دی نو هر هغه څوک چي داسي شیان حرام اعلانوي چي د خدای او رسول په کتابونو کي موجود نه وي هغه پر الله ج باندي بهتان وايي او پر الله ج باندي بهتان ویل کفر دی. A  History of Muslim Philosophy P 1128  

شیخ شهاب الدین سهروردي د خپل مشهور کتاب عوارف المعارف په یو نیوي یم مخ کي لیکي« امامان د موسیقی پر حرام او حلال اختلاف سره لري. ځیني وايي چي موسیقی فسق دی او باید چي پرهیز ورڅخه وسي او ځیني یې د حق لاره بولي. د حسن ابن سالم څخه یې پوښتنه وکړه چي د موسیقی په باب څه وايې؟ هغه ورته وویل چي جنید بغدادي، سري سقطي او ذوالنون مصري، چي تر ما بهتر ول هغوی ټولو موسیقي اوریده نو زه به څرنګه انکار ورڅخه کوم»  د همدې کتاب په څلور نیوي یم مخ کي لیکي« که سندري او د موسیقي ږغونه روا نه وای نو حضرت رسول صلعم به منع کړي وای. دا څه غفلت دی چي پر دې منکرانو حاکم سوی دی او دا څه توري وریځي دي چي له دوی څخه یې د حقیقت د لمر مخ پټ کړی او دوی یې له لیدلو محروم کړي دي»

علي بن عثمان الهجویري موسیقۍ د روح غذا بولي او د خپل مشهور کتاب کشف المحجوب په پنځه سوه دیرشم مخ کي لیکي چي موسیقي د لمر په څېر ده او کله چي لمر پر اسمان باندي را وخېژي نو څوک وسوځي، څوک روښانه کړي، څوک ونازوي او څوک آزار کړي. موسیقي هم دغه راز د هر چا پر زړه باندي بېل تاثیر کوي. علي بن عثمان هجویري نه یوازي موسیقي ناروا نه بولي بلکه د انسانانو لپاره یې لازمه بولي.

مولنا جلال الدین بلخي یا مولنای روم، چي علمي او عرفاني شخصیت یې د لمر په څېر څرګند دی، په دې برخه کي دونه مخته ولاړ چي د خپل مرید او شاګرد صلاح الدین زرکوب جنازه یې، د هغه له وصیت سره سم، په رقص او موسیقی تر هدیرې پوري یوړه. او هلته یې د خپل پلار سلطان العلماء بهاء ولد څنګ ته ښخ کړ. سیر عرفان در اسلام ۳۳۵ مخ
او زموږ د شعر پاچا رحمان باب خو وایی:

هر مطرب چي غوږی تاو کا د رباب
په دا تاو کي زما زړه کاندي خراب

چي سامع یې په نغمه په ترانه شم
دېوانه شم ګریوان څیري مست خراب

هم یې تار هم یې ګفتار هسي اثر کا
چي هیڅوک یې طاقت نه لري نه تاب

یو یې ساز بل یې آواز دی دلښتیو
دریم شعر پرې آغاز کا انتخاب

څلورم یې یو ساقي د څنګه ناست وي
چي مخی یې نه آفتاب وی نه مهتاب

دا څلور واړه فتنې په څلور کنجه
او پنځم یې صراحي د می ناب

شپږم وخت د نوبهار اووم ځواني وي
اتم شغل د کتاب نهم رباب

چي دا واړه آفتونه سره ټول شي
ترو څوک څرنګ ترېنه کاندي اجتناب

چي دا هسي دلبران پرې اثر نه کا
یا به دېو وي یا دېوال وي یا دواب

راڅرګند به شي پرهېز د پرهېزګارو
که قادر شي په شاهد او په شراب

زه رحمان د ریا زهده امان غواړم
د ریا زهد عذاب دی هم عتاب

د موسیقۍ د روا بللو په برخه کي دومره دلایل او نقل قولونه موجود دي چي ډیري زیاتي پاڼي ورباندی لیکل کېدلای سي. د هغو کسانو نقل قولونه چي ما دلته راوړي دي عادی خلک نه دي بلکه د اسلام ټول احکام ورته معلوم ول او په دین او مذهب کي داسي کتاب نه وو چي دوی پرله اړولی نه وو او د مهمو مدرسو او د اسلام د جیدو عالمانو د لیدلو لپاره یې په میاشتو مزلونه کړي ول. سړی نه پوهېږي چي که دا ستر علماءو چي مثالونه  او کتابونه یې سل هاوو ته رسېږي، نه پوهېدل نو دا زموږ د مولویانو سره دا علم او تعصب له کومه سو چي بالاخره یې د حق متعال د ټولو احکامو په خلاف، په فرض روژه، لاسونه د یوه بېګناه مظلوم په وینو سره کړل او د قرآن کریم د حکم سره سم یې ځانونو ته ابدي دوږخ او د خدای لعنت واخیست.