سردار محمد همدرد
د پخواني ولسمشر حامدکرزي د حکومت له جوړېدو سره سم په ټول هېواد کې د پوهې د رواجېدو لپاره ځايونه جوړ سول، په ښوونځي تر پوهنځي او له لېسې تر پوهنتونه چې د هېواد په لر او بر کې ځوانانو لومړنۍ، منځنۍ او لوړې زده کړې پکې پيل کړې او دا لړۍ تر اوسه روانه ده.
د افغانستان سيمې هم توپير لري، يو شمېر سيمې داسې وې چې ځوانانو او مشرانو يې د هېواد د نورو خلکو په پرتله له زده کړو سره ډېره مينه وه سملاسي ورته دولت پوهنتونونه جوړ کړل، زده کړه ييز امکانات يې په واک کې ورکړل او تر ننه پکې زده کړې کوي، زرګونه ځوانان ترې فارغه شول او ټولنې ته وړاندې شول.
هلمند چې د هېواد په سويل کې پروت لوی ولايت دی، د نور هېواد په پرتله ډېره جګړه پکې وسوه او اوس هم روانه ده، حکومت به هغه ولايتونو ته چې خلک يې جنګ ځپلي وو، ځانګړې توجوه کوله، په ځانګړي ډول د دوی زده کړو ته به يې تر نورو ډېر امکانات ورکول، ځوانانو ته به يې ډېره پاملرنه کوله، خو هلمند کې داسې ونه وسول.
هلمند ته يې په ډېرو غوښتنو او زاريو پوهنتون ورکړل، شاوخوا اته کاله وړاندې دا پوهنتون تاسس شو چې لومړيو کې يې کرنې پوهنځی درلود خو اوس د دغه پوهنتون د پوهنځيو شمېر څلورو ته لوړ سوی دی او د هېواد له لره او بره زرګونه ځوانان زده کړې پکې کوي.
خو پوښتنه دا ده چې ولې تر اوسه دغه پوهنتون ودانۍ نه لري؟
د پوهنتون د مسؤلينو د غوښتنې او د هلمند مدني ټولنې د غړيو د پرلپسې غوښتنو وروسته د کرزي د حکومت پر مهال له لښکرګاه ختيځ لور ته ۱۷ کيلومتره ليرې د شيندک مانده سيمه کې د پوهنتون لپاره ۷۰۰ جريبه ځمکه ورکړل سوه خو دغه سيمه له ښاره ليرې او دومره نا امنه ده چې حتی د سروې لپاره هم څوک نه سي ورتلی.
وروسته د لوړو زده کړو وزير چې هلمند ته راغلی وو، لښکرګاه ښار کې د هلمند پوهنتون لپاره ۷۵ جريبه ځمکه ورکول سوه او ورسره سم د نشه يي توکو پر ضد وزارت لخوا د JPI د يو ځانګړي پروګرام له لارې د پوهنتون د ودانۍ لپاره هم پوره ۱،۵ ميليونه ډالر ځانګړي سول.
لومړی دا چې دغه ۷۵ جريبه ځمکه تر اوسه د غصب لاندې ده، د يو شمېر دولتي ادارو ملکيت دی او هغه پيسې چې د ودانۍ لپاره ځانګړې سوې وې تر اوسه يې درک نسته.
د هلمند پوهنتون محصلين په ډېر سخت چاپيريال کې چې ټولګي يې تنګ، چوکۍ نه لري اوحتی د انساني اړتيا د پوره کولو لپاره هم د باندې نه سي تللی ناست وي او درسونه وايي، ددغه پوهنتون محصلين او د پوهنتون اداره د پوهنې رياست په ودانيو کې اوسي چې د دغه رياست لخوا ورته څو ځل غوښتنې وسوې ترڅو د دوی ځای خالي کړي خو کوم خواته ولاړ سي؟
له يوه کاله تر بله د پوهنتون د محصلينو شمېر هم لوړيږي، پوهنځي يې هم ډېرېږي خو لا هم پوهنتون ځای او ودانۍ نه لري.
د ودانۍ د جوړېدو او د ځای د تثبېتېدو لپاره هلمند مدني ټولنې او د پوهنتون مسؤلينو په ګډه لسګونه رسنيز کنفرانسونه ورکړل، پخواني ولسمشر حامدکرزي يې د جوړېدو ټينګه ژمنه وکړه خو کله به پوره کېږي!!؟؟
وروسته د پوهنتون ټول پرسونل د اعتراض په توګه خپل درسي بهير وځنډاوه او مرکز ته ولاړل ترڅو يې د ځای او ودانۍ ستونزه هواره شي، ولسمشر محمد اشرف غني ورسره ټينګه ژمنه وکړه چې د ځمکې جنجال به هواري، ځای به ورته تثبيتوي او هغه پيسې چې د پوهنتون لپاره ځانګړې سوې وې د ورکولو جدي امر يې وسو، خو د ولسمشر د دومره جديت سره بيا هم هيڅ ونه وسول.
د کابل پوسټ د ورځپانې د يو راپور له مخې چې د هلمند پوهنتون د ځمکې او نورو ستونزو په اړه يې جوړ خپور کړی وو، د دغه پوهنتون د مشر انجينر سورګل عبدالرحمن له قوله يې ليکلي وو چې، وزارت ورته هيڅ انکشافي بوديجه له دې امله نه ورکوي چې د وزارت پلمه دا ده چې پوهنتون خپل ځای نه لري، خو په دې ته نه ګوري چې د ځای پيدا کول او د ودانۍ جوړول د چا کار دی؟.
د پوهنتون د مشر له قوله دوی خپله د محصلينو او استادانو په مرسته چې په يو نيم کال کې يې ۱۷لاکه افغانۍ ټولې کړي دي او د پوهنتون يو شمېر ستونزې يې هوارې کړي دي.
لنډه دا چې نزدې دوه اونۍ وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هلمند ته راغلی وو، د نورو غوښتنو سره سره زما يوه لويه او اساسي غوښتنه دا وه چې د پوهنتون د ځای او ودانۍ غم دې وخوړل سي خو تر اوسه نه ده مالومه چې کله به ځای تثبيت سي، د پوهنتون په واک کې به ورکول سي او ودانۍ به جوړه سي.
اوس د ښار په زړه کې چې کومه ۷۵ جريبه ځمکه پوهنتون ته ورکول سوې ده يو شمېر زورواکي غواړي غصب يې کړي، دا ځمکه د پوهنتون په واک کې نه ورکول کېږي او پوهنتون له لوی جنجال سره مخ دی.
د هلمند په څېر لوی ولايت چې له کابل وروسته دويم هغه ولايت دی چې د هېواد د هر ولايت خلک پکې ژوند کوي او خپله غېږه يې ورته پرانيستي ده، د وګړو شمېر يې ډېر لوړ دی، خو پوهنتون يې دومره ستونزې او مشکلات لري چې دولت يې لا د هوارۍ لپاره نه تر اوسه کوم کار کړی او که څه يې کړي فقط يې له خپلې غاړې اړولي دي.
له يوې خوا که د ودانۍ د ستونزو پړه پر دولت اچوو، بل پلو زموږ ولس ته هم ګوته نيول کېږي، خلک مو ويښ نه دي، څنګه چې پکار وه هغه ډول يې نه د پوهنتون د ځمکې غم خوړلی او نه يې غوښتنه کړې ده، په داسې حال کې چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې موږ او تاسو شاهد يو د پوهنتون د جوړېدو لپاره حتی ښځو خپل زيورات وپلورل او پيسې يې پوهنتون ته ورکړې.
د هلمند شتمن هم په دې برخه کې بې غوره پاتې سوي دي، د بېلابېلو ځايونو د رغولو لپاره پيسې لګوي، خو د پوهنتون په څېر اساسي او مهم ځای چې د هېواد جوړوونکي ترې فارغېږي، راتلونکی پرې روښانه کېږي، د موجوده ټولو ستونزو د هوارۍ کيلي همدغه پوهنتون دی خو شتمنو هيڅ پام ورته نه دی کړی، ګني د هلمند په غېږه کې دومره ډېر سوداګر او بډايه خلک پراته دي چې د هلمند پوهنتون په څېر تر لسو ډېر جوړولی سي، خو زموږ لوی بد عادت دا دی چې هر څه په يو مشخص چا پورې تړو، ټوله تکيه مو په دولت ده، خپله هيڅ نه کوو.
له همدې ځايه يو ځل بيا پر حکومت، په ځانګړي ډول پر ولسمشر، اړونده ادارو غږ کووم چې لومړی دې د پوهنتون ځمکه له جنجال خلاصه کړي، بيا دې يې تثبيت کړي او ودانۍ دې پرې جوړه کړي ترڅو يوازې د هلمند نه بلکې د هېواد د لر او بر زرګونه ځوانان دلته زده کړې کوي او د هېواد راتلونکی ورته ګوري.