د لوګر ولایت مقام له خوا څرک انځوریزه خپرونه چې د ولایت مقام د روانې جوزا میاشتې یو شمېر کارونه په انځوریزه بڼه او لنډ معلوماتو سره راټول شویدي چې نن ورځ پنجشنبه د غبرګولي په ۲۷ نیټه بشپړ او د ولایت مقام د رسمې فیسبوک پاڼې او د ایمیل د لارې د رسنیو سره په سافټ بڼه شریکه شوه .
د غه خپرونه به له دې وروسته په اونۍ یا ۱۵ ورځو کې په انځوریزه بڼه د لنډو معلوماتو سره چې د ټولو ادارو لاسته راوړنې به هم پکې وې خپریږي. د لوګر والي وویل: ((په دې ګڼه کې به تصویري بڼه د مهمو فعالیتونه څرکونه خپرېږې, نه ټول فعالیتونه. والي زیاته کړه, خلک بوخت دي, موږ باید دوی ته د اوږدو متنونو پرځای د مهمو فعالیتونو تصویرونه وړاندې کړو. ځکه چې یو تصویر تر 1000 کلماتو غوره پیغام لېږدوی)).