
لوی څارنوال: لوګر ته د تسلیت لپاره نه بلکې د تعهد لپاره راغلی یم.
د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي لوګرولایت ته په سفر کې د ولایت والي محمد حلیم فدایي، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازو حاجي صاحب خان، حاجي علي محمد ، حیدرجان نعیمزوی، د مشرانو جرګې غړی ډاکټر اصف صدیقي ، د ۳۰۳ سپین غر زون قومندان پاسوال اسدالله شیرزاد، دا ستناف محکمې رئیس حقیق الرحمن حقمل، ولایتي شورا غړواو د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو او د استناف څارنوالۍ د کارکوونکو سره په لیدنه کې دغه خبره وکړه.
لومړی د لوګر په استناف څارنوالۍ باندې د تېرې اونۍ په برید کې شهیدانو روح ته د دوعا لاسونه پورته سو.
ولایت والي محمد حلیم فدایي لومړی لوګرولایت ته د لوی څارنوال راتګ ته هرکلی وویل او زیاته یې کړه ولس چې پرې اعتباراو باور لري هغه عدلېې ارګانونو دي ځکه دوی د عدالت راوستونکي دي او له دوی پرته عدالت نه قایمیږي او لوګر ولایت مقام ستاسو د لرلید چې عدالت، سرعت او صداقت دی پوره ملاتړ کوي.
د مشرانو جرګې غړي ډاکټر اصف صدیقي د لوی څارنوال څخه مننه وکړه چې لوکر ولایت ته یې خاصه توجه وکړه او خپل لومړنی رسمي سفر یې د لوګر څخه پیل کړ او له نوي څارنوال څخه یې وغوښتل چې خپل کار په زړور توب سره ترسره کړي او مونږ ورسره یو.
صدیق الله پوپل
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه