ليکنه: جانان مومن، کندهار
هره ټولنه خپل ځان ته اصول، معيارونه، باورونه او د ژوند ډول لري. تقريباً په هره ټولنه کي د ټولنيز ژوند اړخونه بېل تعريفونه لري. اخلاق، اداب، اړيکي… په بېلو ټولنو کي جلا حدود او کرښي لري. هغه څه چي په امريکا غوندي يو هيواد کي د ټولنيز ژوند معمول دئ، زموږ په ټولنه کي ئې ممکن اکثره کړه-وړه بداخلاقي وګڼل سي. د دې ټولني د کلتور او دستور پېښو ته به ښايي هغوی هېښ وي.
نن زما خبره په خپله ټولنه کي د يوې خورا مهمي ټولنيزي برخي په باب راټوله ده. انډيوال او انډيوالي!!!
دلته ژوند پر ټولنيزو اړيکو ولاړ دئ، د دې ټولني هر فرد اړ دئ، چي په ژوند کي د پرمختګ او هوسايني له پاره د سالمو اړيکو جوړولو، پراخولو او پاللو ته پوره پاملرنه وکړي. هغه خلک له خورا جدي ستونزو سره مخ دي، چي اړيکي يې محدودي دي او يا هم د اړيکو د ساتلو او پاللو هنر نه لري.
موږ تقريباً مجبور يو، چي په ټولنه کي د هري کټګورۍ له خلکو سره ښه سلام عليک ولرو، خو د ناستي-پاستي، انډيوالۍ او يارۍ لاس دي مو محدود وي، ځکه انډيوالي او ملګرتيا د خپل راتلونکي د سرنويشت د ټاکلو په مانا ده. سره له دې چي د عمومي شناخت او حسنه اړيکو پراختيا اړتيا ده، خو د انډيوال او ملګري په توګه د ټاکني پر سر غور بيا مسؤليت دئ.
• ښه انډيوال:
مخکي مو وويل، چي د ښه انډيوال انتخاب مسؤليت دئ، په دې برخه کي اړ يو چي په پوره پام سره ګام پوره ته کړو، ځکه ښه انډيوالان مو د ښه راتلونکی تضمين دئ. دا چاره د نوي ژوند او تاندي ځوانۍ په دوران کي خورا جدي مسئله ده، اکثره مهال نوي ځلميان او ځوانان هغه وخت پساويږي، چي په بېباکۍ او بېغورۍ سره د داسي کسانو همنشينه سي، چي په بېلابېلوبدرنګيو او ناوړو کړنو روږد وي.
په دې وخت کي پلرونه او د کورنۍ مشران مسؤليت لري، چي په خپلو ځلميانو سر وګرځوي، د ناستي-پاستي ملګري ئې معلوم کړي او يا هم د ښوانډيوالانو په ټاکلو کي ورسره مرسته وکړي. ځکه ملګري پر سړي اغېز کوي، دا که څوک وغواړي او يا نه د انډيوالانو له کړنو، خويونو او عادتونو څخه څوک متاثره کېږي.
اکثره مهال د انډيوالانو انتخاب او له هغوی سره ناسته-پاسته د انسان د شخصيت او کرکټر څرګندونه کوي، ځکه ډېری وختونه د شخصيت پر سر حساب او پرېکړه د هغه کس د ملګرو او انډيوالانو په پام سره کيږي. د وخت په تېرېدو سره موږ د خپل ملګري پېژاند ګرځو او هغوی زموږ. نو په دې خاطرحتمي ده، چي هر څوک په هر وخت کي د ښه ملګري په لټه سي.
• څنګه انډيوال انتخاب کړو؟
مهمه پوښتنه ده، دلته خبره معيارونو ته درېږي، نتيجه ئې د ژوند راتلونکی جوړوي:
1. برابري: له دې ټکي څخه مراد دا دئ، چي داسي څوک بايد د انډيوال په توګه انتخاب کړل سي، چي تقريباً د سن او اقتصاد له اړخ سره برابر وي. ځکه:
▪ سن: حتمي ده، چي د انډيوال په صفت د داسي کس پر ټاکلو غور وکړو، چي د عمر له لحاظه راسره برابر وي. دا د ټولنيزو نزاکتونو او مصلحتونو غوښتنه هم ده، چي تر ډېره حده بايد هر کس د خپل سن برابر کسانو سره ناستي-پاستي ته لومړيتوب ورکړي، ځکه د ملګرتيا او انډيوالۍ په دوران کي خورا ډېر وختونه داسي کړني او خبري راځي، چي که د سن اړخ ته پام نه وی سوی، نو ملګرتيا تر منفي اغېز لاندي راولي.
▪ اقتصاد: د تجربو له مخي په انډيوالۍ کي دغه ټکي ته نه پاملرنه ارواه کوټي، دا په دې معنا چي د داسي ملګرو سره ناسته پاسته چي اقتصاد ئې پياوړی وي، بېوسه او غريب ملګری ئې په شعوري او غير شعوري توګه روحي ناارامي احساسوي.
2. پوهه او وړتيا: دغه ټکی نويو ځلميانو او تاندو ځوانانو ته خورا مهم دئ، چي دوی بايد د ملګرو او انډيوالانو په توګه د داسي کسانو په لټه کي سي چي د علم، پوهي او تعليم څخه برخمن وي، د مطالعې څښتن وي او يا لږ تر لږه داسي يو وړتيا ولري، چي د ملګرتيا په دوران کي ورباندي مثبت اغېز پرېباسي، پوهه او وړتيا ئې ورسره لوړه سي، ارادې ئې ورسره پخې سي او شخصيت ئېورسره وروزل سي.
3. سالم شهرت: د انډيوالانو سره ملګرتيا بايد يوازي د تفرېح او پام بدلولو په خاطر نه وي، بلکي دلته دي معنوي غنا او د شخصيت پياوړتيا هم مدنظر ونيول سي. له داسي کسانو سره بايد انډيوالي وکړو چي په ټولنه کي د سالم شهرت او منلي شخصيت څخه برخمن وي. ځکه ملګري زموږ د ذوق او فکر ثبوت ګڼل کېدلای سي.
4. تقوا او ديانت: د دونيوي او اخروي نېکمرغيو اساس تقوا او ديانت دئ، ورسره په څنګ کي د اخلاقي او ټولنيزو ارزښتونو مورينه هم تقوا او ديانت ګڼلای سو، له دغو طلايي صفته کسانو سره ناسته-پاسته مو د نېکمرغۍ په غېږ ورولي، دغه ډله کسان تقريباً له ډېرو بديو او بدرنيګو څخه په امان وي، موږ که د ښوو ملګرو هواخوايه يوو، نو بايد په غوره کړو انډيوالانو کي مو د دغو ځانګړونو څرکونه محسوس وي.
• د ښه انډيوال ځانګړتياوي:
د پورته غټو خبرو ترڅنګ ځيني داسي ټکي هم سته چي د ښه او غوره انډيوال صفتونه او ځانګړتياوي ئې بللای سو:
1. ښه انډيوال د ښې او بدي روځي يار وي.
2. ښه انډيوال ښه استاد، ښه مشاور او لارښود وي.
3. ښه انډيوال د ملګرتيا اصولو ته ژمن وي.
4. ښه انډيوال ملګري ښوو کارونو ته هڅوي.
5. ښه انډيوال ملګرو ته د حقارت، توهين او تمسخر په سترګه نه ګوري او نه ئې هڅه کوي.
6. ښه انډيوال د ملګرو عزت او ابرو د ځان بولي.
7. ښه انډيوال د رازونو ساتونکی وي.
8. د ښه انډيوال ملګرتيا له اسرې او تمي څخه خلاصه وي.
9. ښه انډيوال له ملګري څخه د هغه تر وس لوړي غوښتني او خواهشات نه کوي.
10. ښه انډيوال ملګري له روزمره ازمويلو سره نه مخ کوي.
11. ښه انډيوال د ملګرو تر منځ توپير نه کوي.
12. ښه انډيوال په ملګرتيا کي مادياتو، موقف، قوميت او دې ته ورته نورو خواوو ته ارزښت نه ورکوي.
13. ښه انډيوال په ملګرتيا کي ځان پر نورو غوره او بهتره نه ګڼي.
14. ښه انډيوال احسان هېرونکی نه وي او نه هم ملګرو ته د ښوو پېغور ورکوي.
15. ښه انډيوال ملګري په نرمۍ سره تېروتنو ته متوجه کوي.
16. ښه انډيوال عقديي نه وي.
17. ښه انډيوال د اړتيا پر مهال هر وخت په هر ځای کي ملګري په ښوو يادوي او ستايي ئې.
18. ښه انډيوال ملګري له نشيي توکو او هر ډول بدو کړنو څخه راګرځوي.
19. ښه انډيوال ملګري ته تر تېروتنو او خطاوو ور تېرېږي.
20. ښه انډيوال له ګيلو، بهانو او پلمو څخه خلاص وي.
21. د ښه انډيوال ملګرتيا پر باور، اخلاص، رښتينولۍ او ورورولۍ ولاړه وي.
22. ښه انډيوال د زغم او حوصلې سمبول وي.
23. ښه انډيوال د ملګري اوږه او تکيه وي.
دلته پاته ټکي تاسو پر ډېر کئ.
• ځيني مهمي سپارښتني
لاندي مهمي سپارښتني د پام وړ دي:
۱- د ملګرو او انډيوالانو په باب مو بايد پلار او د کورنۍ مشران هر اړخيز معلومات ولري.
۲- د ملګرو په انتخاب يا پرېښولو کي مو بايد د پلار او کورنۍ موافقه موجوده وي او يا هم لږ تر لږه مو د اړيکو په تړاو له معلوماتو څخه برخمن وي.
۳- په کار ده، چي د ملګرو د تليفون شمېرې، اوسېدو او ناستي-پاستي ادرسونه مو له کورنيو سره موجود وي.
۴- لازمه دا ده، چي د ملګرو سره انډيوالي مو د کورنيو او ښځمنو تر منځ د تګ-راتګ او د ښوو اړيکو د پراختيا لامل سي.
۵- (هر چا ته يار مه وايه، ځان غوندي يار به ګورو!)، لکه په اوايلو کي چي مو وويل، د يارۍ او انډيوالۍ رشته په لوی سر کي پوره غور او احتياط ته اړتيا لري، خو کله چي مو بيا چا ته په يار او انډيوال وويل، نو بايد سينه او حوصله مو پراخه وي، ياري او ملګري مو د شپيشتو پر ښاخ نه وي تکيه او نه هم بايد په سپڼسي تړلې وي، چي په نه خبره او کړنه مو سره سکولولې وي.
۶- مهمه دا ده، چي مخکي له دې يو څوک د ملګري په توګه خپل کړو، بايد په اړه ئې هر اړخيز معلومات راټول کړو، په کړنو، عملونو، خوينو او بګراونډ ئې ځان خبر کړو. په دې برخه کي بېغوري او بېباکي ډېری وختونه ناخوښي پايلي لري.
۷- ډلو، حالت او وضعيت ته په پام سره، ښه دا ده چي ملګري هر مصرف د انداز له مخي پر غاړه واخلي، د خرابات ناکي دود و نه پالي، کله-کله اړتيا ويچي د بېکارو، بېوسو او ناوسو انډيوالانو مصرف او انداز باوسه ملګري تر خپل منځ ووېشي.
۸- د ملګرو تر منځ پېښېدونکو ستونزو او سوتفاهماتو ته دي ملګري حللار لټوي، غلطفهمۍ دي په عقدو نه بدلېږي، خبري دي سپيني او په متقابل احترام کي وي، تېروتني دي په سرونو او سينو کي نه خوندي کيږي، بلکي په نرمۍ او ورورۍ دي سره يادي سي، تر څو مناسبي حللاري ورته پيدا سي.
۹- غلطۍ او تېروتني دي ومنل سي، له امله دې بخښنه وغوښتل سي، د بيا تکرار څخه ئې ډډه حتمي ده. دا يو غوره انساني خصلت دئ.
۱۰- د انډيوالۍ او اړيکو د پرېکړون وروسته دي شناخت، درنښت او احوال پوښتنه پر ځای پاته وي. په دغسي وختونو کي د ملګرتيا د مهال رازونه عامول، تخريب کول، بد ويل او عقده پالل د هوښيارتيا کار نه دئ.
اوس به هم د نښي منځ راڅخه بچ سوی وي، خو څنګه ئې کوې، د اړتيا درک د دې کرښو کښلو ته وهڅول.
په درنښت